Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو د پاشدان بند ۱۱ کارکوونکي تښتولي

طالبانو د هرات کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند ۱۱ کارکوونکي تښتولي دي.

د هرات ولایتي شورا غړی، وکیل احمد کرخي نن(دوشنبې د سلواغې په ۲۷مه نېټه) وايي طالبانو تېره شپه کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند ۱۱ کارکوونکي تښتولي چې وروسته یې ۴ ازاد کړي.

ښاغلی کرخي وايي چې اووه نور تښتول شوي کارګر لا هم د یادې ډلې بند کې دي.

د هرات والي، سید وحید قتالي هم د کارګرو تښتول تاییدوي، خو د شمېر په تړاو یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات والي نن د اسلام کلا ګمرک سوځېدو په  تړاو خبري ناسته کې وویل چې طالبان له ټولو ملي پروژو اخاذي کوي.

هغه زیاته کړه چې تېرو دوو میاشتو کې زموږ څېړنې ښیې چې طالبان هره ورځ د پلونو، سرکونو او نورو عامه تاسیساتو په ورانولو بوخت دي.

یاد بند  د هرات ښار په ۲۵ کیلو مترۍ کې پروت دی.

د چارواکو په خبره د پاشدان بند د ۴۵ میلیون مترمکعب اوبو زېرم کولو سره د ۱۳ زره هکتاره ځمکې خړوبولو او د دوو میګا واټه برېښنا تولید ظرفیت لري. پر یاد بند ۱۱۷ ډالره لګول کیږي.

د تښتول شویو کارګرو برخلیک نه دی څرګند.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ