Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سټولټنبرګ: ناټو به د مناسب وخت تر رارسېدو افغانستان پرې نه ږدي

د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ وايي چې دغه تړون به په داسې بڼه له افغانستانه بهر نه شي چې دغه هېواد یوځل بیا له شل کاله مخکې برخلیک سره مخامخ شي.

د ناټو سرمنشي د ناټو د دفاع وزیرانو د ناستې په درشل کې ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې مذاکرات ماتېدونکي دي او په دغه هېواد کې د ناټو د تړونوالو پوځي حضور به د وضعیت پر بنسټ وي.

د ناټو سرمنشي د افغان سولې بهیر له ملاتړ سره وايي چې طالبان باید له ځند پرته تاوتریخوالی کم کړي.

تمه کېږي چې د ناټو دفاع وزیرانو غونډه د روانې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو جوړه شي.

هغه غونډه چې یوه مهمه برخه یې له «مې میاشتې» وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر څرنګوالي پرېکړه به وي.

د ناټو سرمنشي وايي چې دغه سازمان د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي او لوري باید له دغې رامنځته شوې موکې استفاده وکړي.

هغه وايي:«د سولې مذاکرات ماتېدونکي دي؛ پر ولسي وګړو د بریدونو سره بېره د تاتریخوالي کچه د نه منلو وړ لوړه پاتې ده. طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، له ښه نیت سره مذاکره وکړي او له ترهګرو سره د همکارۍ د پرېکون لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»
 
هغه زیاته کړه:«په داسې حال چې زموږ هېڅ متحد نه غواړي په افغانستان کې له هغه وخت ډېر پاتې شي چې ورته اړتیا ده، موږ به افغانستان د مناسب وخت له رارسېدو مخکې پرې نه ږدو.»

ناټو په افغانستان کې د حضور په شرایطو پورې اړوند ګڼي. ینس سټولټنبرګ وايي چې سولې ته د دغه هېواد تر رسېدو به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

هغه وویل:«موږ باید داسې یو وضعیت پرې نه ږدو، هغه ځای چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرو پټن ځای باندې بدل شي. هغه دلیل چې شل کاله مخکې د هغه په پار افغانسان ته ولاړو.»

کابو یوه میاشت کېږي چې په دوحه کې د سولې مذاکرات په ټپه درېدلې دي، له دغو مذاکراتو خبرې سرچینې وايي چې د امریکا له خوا د دوحې د سولې هوکړه لیک څېړنه او له مې میاشتې وروسته د بهرنیو ځواکونو د حضور د څرنګوالي نه روښانتیا هغه لاملونه دي چې دغه مذاکرات یې له بندون سره مخ کړي دي.

شریک یي کړئ