Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جګړه او سوله؛ ښکېل لوري د جګړې د نوي څپرکي لپاره چمتووالی نیسي

په داسې حال کې چې سږکال له طالبانو سره سوله یو له تر ټولو تودو موضوعګانو څخه وه، خو رپوټونه رسوي چې د جګړې ښکېل لوري د راتلونکي پسرلي د جګړې لپاره هم چمتووالی نیسي.

ځينې ولایتونو کې دولتي چارواکي د دې پخلی کوي چې حکومتي ځواکونه د هوا په ګرمېدو سره له طالبانو سره د احتمالي او مخامخ جګړې پلانونه لري.
 
که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ملي دفاع وزارت تر ډېره جګړه د طالبانو په زیان بولي.

د هنګامې پلار د کندوز په جګړو کې وژل شوی دی او له څو میاشتو راهیسې د نا امنیو له وېرې له خپلې کورنۍ سره کندوز ښار ته تښتېدلې ده.

دا چې د ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکې ده، د سولې د راتګ او یوه آرام ژوندانه ته د ستنېدو هیله لري.

کندوز کې زده کوونکې هنګامه وايي:«جګړه بس کړئ. زموږ لپاره دې یوه سوله راشي؛ په افغانستان کې سراسري سوله چې موږ درس ووایوو.»  

خو په کندوز کې د وروستیو جګړو ډېری بې ځایه شوي، د سولې په تړاو د فکر کولو پر ځای تر ډېره په دغه ولایت کې د پسرلي را رسېدو او د تاوتریخوالي زیاتېدو ته اندېښمن دي.
 
د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی محمد زاهد څرګندوي:«وس نه لرو، زموږ کور او زموږ هر څه چپه شول او حیران پاتې یوو چې چرته ولاړ شو او څه وکړو؟»  

د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ بل اوسېدونکی سید اکبر هم وايي:«هغه ځای ته چې اوس راغلي یوو، دولت اوس وايي چې له دې ځایه تاسې ګډه وکړئ چې موږ دلته اډه جوړوو. موږ حیران یوو چې چېرته ولاړ شو؟» 

د کندوزچارواکي هم په دغه ولایت کې په پسرلي کې د احتمالي جګړو لپاره د ښکېلو لوریو د چمتووالي خبره کوي.
 
د کندوز والي عبدالستار میرزکوال وویل:«ژمني عملیات، د تاسیساتو جوړول، نوې اډې، د ښاري کمربندونو جوړل، هم په ښار او هم په ولسوالیو کې کمربندونه جوړ شوي دي.»

کندوز، ارزګان، کندهار او هلمند هغه ولایتونه دي چې په وروستیو اوونیو کې یا د هغو د مرکزونو په شاوخوا کې د طالبان د ځای پر ځای کېدو خبر ورکړل شوی او یاهم دغو ولایتونو ته پر غځېدلو لویو لارو د دې ډلې د تحرکاتو په تړاو خبرونه خپاره شوي دي.

په دې لړ کې هغه لویې لارې چې له کابله نورو ولایتونو ته غځېدلې دي هم د ناامنیو او یا هم کله ناکله د طالبانو د حضور شاهدې وې.

د سه شبنې پر ورځ په بغلان کې چارواکو وویل چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په یو لړعملیاتو کې د طالبانو له یوه زندانه له ۴۰۰ زیات کسان راخوشي شوي دي.
 
د بغلان والي اکبر بارکزی څرګندوي:«زموږ نولس ملي پولیس وو، شپږ د ملي اردو وو او ۱۷ تنه هم عامه خلک وو.»

د ۲۱۷ پامیر قول اردو د درېیمې لوا  قومندان فرید خان سیدخېلي هم زیاتوي:«هغه ځواکونه چې موږ یې په لاس کې لرو، هغه امکانات چې موږ یې په لاس کې لرو. د افغانستان د خلکو دښمنانو ته ډېره خطرناکه ده.»

په دې لړ کې ملي دفاع وزارت ټینګار کوي چې طالبان به له دولت سره سولې ته له نه لېوالتیا سره په خپله به زیان وکړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی وايي:«که چېرې د تاوتریخوالي او جګړې د دوام غوراوی انتخاب کړو ستره تېروتنه به وکړي او له بلخوا د هېواد امنیتي او دفاعي اتل ځواکونه چې تل له خلکو او خاورې څخه دفاع ته چمتو دي، له کلکې ماتې سره به مخ شي.»

په پسرلي کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په تړاو اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې دي چې سږکال په ژمي کې هم د هېواد په څو ولایتونو کې جګړې روانې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه