د هرات ـ اسلام کلا لویې لارې په اوږدو کې د سرک غاړې ماین چاودنې د دوو پولیس سرتېرو ژوند واخیست.
امنیتي سرچینې نن(چهارشنبې د سلواغې په ۲۸مه نېټه) وايي پېښه کې درې سرتېري ټپيان دي.
امنیتي سرچینې وايي دغه پولیس نن سهار د اسلام کلا ګمرک کې د اورلګېدنې ځای ته د څېړنې په موخه روان و چې د طالبانو لخوا پر خښ شوي ماین برابر شوي دي.
د هرات والي، سید وحید قتالي هم پېښه کې د دوو سرتېرو ژوند بایللی او د درېیو ټپي کېدل تاییدوي.