Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راپور: طالبان او القاعده لا هم سره اړیکې لري

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی چارواکی د طالبانو او القاعدې ترمنځ د اړیکو له نه پرې کېدو خبر ورکوي.

د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو د ملګرو ملتونو د څار یوې ډلې مشر، ادموند فیتون براون وايي له ترهګرو ډلو سره اړیکو پریکوڼ په تړاو د طالبانو ژمنو سره سره، دا ډله لا هم له القاعدې سره اړیکې لري.

هغه زیاته کړې یاده ډله لا هم بهرنیو وسله والو ته اجازه ورکوي چې افغانستان کې روزنې ترلاسه کړي او نور کسان خپلو لیکو ته راولي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ان بي سي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي چې په باور یې لا هم د القاعدې لوړپوړي چارواکي د طالبانو تر ملاتړ لاندې دي.

د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر فعالیتونو د ملګرو ملتونو د څار ډلې روستي راپور له مخې د افغانستان په یوولس ولایتونو کې له ۲۰۰ تر ۵۰۰ د القاعدې وسله وال شتون لري.

د راپور له مخې د طالبانو او القاعدې غړي د څو لس ییزو راهیسې له یو بل سره خپلې اړیکې ساتلي او د یو بل ترڅنګ جنګیدلي دي ـ ان ودونه یې سره کړي دي چې بېلتون به یې سخت وي، خو طالبانو مخکې له دې له بهرنیو وسله والو سره خپلې هر دول اړیکې رد کړې دي.

شریک یي کړئ