Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابلوف: افغانستان کې وروستۍ حل لار د لنډمهالي حکومت جوړېدل دي

مسکو ته د طالبانو د پلاوي له سفر شل ورځې وروسته، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې په افغانستان کې وروستۍ حل لار د یوه لنډمهالي حکومت جوړېدل دي.

کابلوف د روسیې له اسپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې ټينګار کړی چې روسیه د انتقالي - ایتلافي دولت د جوړولو سناریو ته لومړیتوب ورکوي چې په هغې کې طالبان کافي او په ټولنه کې له خپل واقعي وزن سره برابر ځای ځایګی ولري:«په لومړي پړاو کې، یوه ایتلافي حکومت ته اړتیا ده چې د دواړو خواو د اداره کولو واک ولري او یو بل راکابو کړي. له دې وروسته یو حاکم دولت جوړ شي چې ستونزې حل کړي.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی په دې خبرو کې د دوحې روان بهیر بې مانا بولي او وايي، هغه څه چې په دوحې کې پیل شوي یوازې د اړیکو جوړول دي؛ نه اصلي مذاکرات!

ضمیر کابلوف د افغانستان په سولې بهیر کې د لویو هېوادونو لکه روسیې، امریکا او چین او همداراز ایران او پاکستان رول ډېر اغېزناک بولي او د دغو هېوادونو د استازو تر منځ د یوې غونډې جوړولو په موخه د هڅو له پیله هم خبر ورکوي.

هغه زیاتوي:«ما ته د رهبرۍ له لوري دنده راکړل شوې چې د درې ډلې یعنې روسیې، امریکا او چین د خبرو اترو له لارې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو پیل لپاره اسانتیاوې برابرې کړم. د امریکا له ځانګړي استازي خلیلزاد سره په دې اړه سلا شوې ده. ښايي دغه غونډه په مسکو کې جوړه شي.»

د روسیې دغه چارواکی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو پر پیل او د اوربند پر ټينګښت ټینګار کوي او زیاتوي چې، د اسلامي امارت په اړه د طالبانو ټینګار په دې بهیر کې خنډ رامنځته کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي زیاته کړه:«که چېرې په دې اړه خبرې وي چې، دوی ټول واک په لاس کې واخلي؛ نو دا یوه بده سناریو ده خدای مه کړه چې عملي شي.»

د دغه روسي چارواکي په وینا، د سولې د رېښتینې خبرو په پیل کې ځنډ د دې واقعیت لامل شو چې، طالبانو د سولې د اساسي خبرو په برخه کې د افغان حکومت له نه لېوالتیا په ګټنې سره په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړ او دمګړۍ د افغانستان خاورې ۳ پر څلورمه برخه کنټرل وي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ځينو سیاستوالو او طالبانو په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د رامنځته کېدو خبرې کړې دي. هغه څرګندونې چې د ولسمشر غني له توند غبرګون سره مخ شوې او هغه یې رد کړ.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ځينو سیاستوالو او طالبانو په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د رامنځته کېدو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ