Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکنیزو کمېسیونونو د غزني ولایت د ټاکنو ترسراوي ته چمتووالی وښود

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غزني د ولسي جرګې، د ټول هېواد د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د ځینو ښاروالیو ټاکنو تراسروي ته چمتو دی. 

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغو ټاکنو د ترسراوي کره نېټې په اړه څه نه وایي، خو د ټاکنو بهیر کې شریکو بنسټونو نه غواړي چې دوی سره دې د غوره او رڼو ټاکنو ترسراوي کې مرسته وکړي.

د هېواد د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولین د مالیې، پوهنې، لوړو زده کړو، ښځو چارو، عامې روغتیا، حج او اوقافو وزارتونو او همداراز د احصایې او مالوماتو ملي ادارې او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له مسوولینو سره په ګډه ناسته کې له دغو بنسټونو وغوښتل چې، په غزني کې د ولسي جرګې د ټاکنو او په ټول هېواد کې د ولایتي شورا، د ولسوالیو شورا او ښاروالیو په ټاکنو کې له دوی سره همکاري وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حواعلم نورستانۍ وايي:«دولتي او خصوصي بنسټونه، د ټاکنو د ترسراوي په لړ کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره همکارۍ ته مکلف دي او کمېسیون دغو همکاریو ته د زمینې برابرولو ته مکلف دی.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره په داسې حال کې چې، د ټاکنو ترسراوي لپاره د یادو بنسټونو همکاري مهم ګڼي د دغو ټاکنو لپاره د خپلې ادارې له چمتوالي هم خبر ورکوي.

له دې سره سم، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې وايي په داسې حال کې چې، د رڼو او عادلانه ټاکنو پر ترسراوي ټينګار کوي وايي چې، د تېرو ټاکنو ستونزې به په دې ټاکنو کې تکرار نه شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي وايي:«تاسې باید پرېکړه وکړئ چې کومه اداره په کومه کچه له تاسو سره څه ډول همکاري وکړي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د هېواد په ټاکنو بهیر کې نورښکېل بنسټونه به په بیلابیلو برخو کې له دغه کمېسیون سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې د ناامنۍ او تخینکي ستونزو له امله په ۱۳۹۷ کال کې ترسره نه شې، له دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغو ټاکنو د ترسراوي لپاره د ۱۴۰۰ کال په مني کې د چمتووالي اعلان کړی و.

شریک یي کړئ