Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سټولټنبرګ: له افغانستانه د وتلو بهیر به په مشروط ډول وي

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ تېره ورځ(چهارشنبه د سلواغې په ۲۹مه نېټه) وویل چې له افغانستانه زموږ او زموږ د متحدینو وتو ژمنه "مشروطه ده."

هغه د یوه خبریال پوښتنې په ځواب کې وویل:«تاسې سم وایاست، هوکړه(د طالبانو او امریکا) تېره کال لاسلیک شوه، دوحې کې د هوکړې لاسلیک پرمهال زه کابل کې وم، د هغې له مخې (له افغانستانه د سرتېرو) وتو وخت د مې میاشت دی، خو له افغانستانه د وتل مشروط دي. زموږ شتون افغانستان کې مشروط دی.»

هغه ټینګار کوي چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

سټولټنبرګ وړاندې وايي:«هغه څه چې اوس یې ناټو ترسره کوي دا دي چې موږ د سولې بهیر او د هوکړې پلې کېدو لپاره هر کار چې وکولی شو، ترسره کوو یې. موږ به په مناسب وخت کې ووځو.»

دی زیاتوي اوس مهال افغانستان کې له لسو زرو ډېر بهرني سرتېري میشت دي چې دېری یې امریکایان دي.

د ناټو عمومي منشي له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او له حسن نیت سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.

نوموړي همداراز له طالبانو غوښتنه وکړه چې د القاعدې په څېر له نړیوالو ترهګرو خپل ملاتړ پرې کړي او وروسته به سره یوځای پرېکړې وکړو:«زه فکر کوم چې اوس باید تمرکز د سولې خبرو بیا پیل باندې ووسي، ځکه سولې ته د رسېدو لپاره دا سمه لاره ده.»

ټاکل شوې ده چې نن د ناټو دفاع وزیران افغانستان او عراق کې د خپل ماموریت په تړاو سره خبرې و کړي.

تاوتریخوالی

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، سکاټ مېلر تېره ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي و چې:«که تاوتریخوالی کم نشي، د سولې بهیر به ډېر زیانمن کړي. دا به د سولې خبرو دواړو لورو ته سخت وي چې جوړ جاړی و کړي.»

مېلر زیاته کړې ده چې"د طالبانو د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده."

له بلې خوا د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو د ملګرو ملتونو د څار یوې ډلې مشر، ادموند فیتون براون وايي له ترهګرو ډلو سره اړیکو پریکوڼ په تړاو د طالبانو ژمنو سره سره، دا ډله لا هم له القاعدې سره اړیکې لري.

هغه زیاته کړې یاده ډله لا هم بهرنیو وسله والو ته اجازه ورکوي چې افغانستان کې روزنې ترلاسه کړي او نور کسان خپلو لیکو ته راولي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ان بي سي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي چې په باور یې لا هم د القاعدې لوړپوړي چارواکي د طالبانو تر ملاتړ لاندې دي.

د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر فعالیتونو د ملګرو ملتونو د څار ډلې روستي راپور له مخې د افغانستان په یوولس ولایتونو کې له ۲۰۰ تر ۵۰۰ د القاعدې وسله وال شتون لري.

د راپور له مخې د طالبانو او القاعدې غړي د څو لس ییزو راهیسې له یو بل سره خپلې اړیکې ساتلي او د یو بل ترڅنګ جنګیدلي دي ـ ان ودونه یې سره کړي دي چې بېلتون به یې سخت وي، خو طالبانو مخکې له دې له بهرنیو وسله والو سره خپلې هر دول اړیکې رد کړې دي.

سټولټنبرګ زیاتوي اوس مهال افغانستان کې له لسو زرو ډېر بهرني سرتېري میشت دي چې دېری یې امریکایان دي.

شریک یي کړئ