Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر د سولې خبرو کې د ښځو لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار کوي

د افغانستان د بیارغاونې چارو ځانګړې پلټونکې امریکایۍ اداره یا سیګر وایي، د افغان سولې بهیر کې دې د ښځو حقونه او لاسته راوړنې خوندي وي.

 د یاد بنسټ څېړونکی، جان ساپکو وایي، افغان مېرمنې په تېرو شلو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

سیګر د بروکینګر انسټیټیوټ ته وړاندې کړي خپل راپور کې ویلي، اوسمهال په افغانستان کې درې اعشاریه پنځه میلیونه نجونې ښوونځیو ته او اوه ۷۰۰ ښځې بېلابېلو بنسټونو کې روزل کېږي.

د سیګار د رپوټ له مخې له ۲۰۰۱ زیږدیز کال وړاندې ښځو ته، ښوونځیو ته د تګ اجازه نه وه.

راپور کې دا هم راغلي چې امریکا په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغان مېرمنو په غښتلتیا شاوخوا اته سوه میلیونه ډالر لګولي.

ښاغلي سپکو له امریکا او نورو مرسته کوونکو هېوادونو غواړي چې د افغانستان راتلونکي حکومت سره هر ډول مرستې په حکومت کې د ښځو د فعالې ونډې پورې مشروطې کړي.

هغه له ښځو د امریکا  د ملاتړ پر ارزښت ټينګار کوي او زیاتوي:«افغانستان کې ښځو ته بې پامي کولی شي چې د ناورین لامل شي.»

سپکو همداراز ټینګار کړی:«موږ باید هغه تریخ درس چې له افغانستانه مو د سرتېرو ویستو له کبله ترلاسه کړی، هېر کړو، د هغو کسانو په پام کې نه نیول چې مخکې مو هغوی پرمختګ ته هڅولي دي، نه یوازې هغوی، بلکې زموږ ملت ته هم د ناورین لامل کیدی شي.»

هغه زیاتوي:«امریکا کولی په داسې پایله کې چې په کې د افغانو نجونو او ښځو لاسته راوړنې او د سولې بهیر کې یې د پراخ رول په تړاو ونډه ولري.»

دی پوښتي چې افغانستان کې به د ښځو بریالیتوب او د دوی د ژوند ښه والي لپاره پانګونه به د تلپاتي میراث به توګه پاتې شي او که نه؟:«موږ نشو کولی چې د افغانو ښځو او نجونو پر واندې د ستونزو په تړاو ساده تېرو شو، هېڅ تېروتنه باید ونکړو.»

د سیګر تازه راپور کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې له ۶۵ ښځو او نارینه و سره خبرې شوې دي.

سیګر خپل راپور د افغانو ښځو ملاتړ په تړاو د خپل راپور د دولت جامع او خپلواکه هڅه بولي.

شریک یي کړئ