د کندهار ځینې اوسېدونکي وایي، د والي، امنیه قوماندان او د پوځ د قوماندان په ګډون د ځایي چارواکو خپلمنځي اختلافونو له کبله یوشمېر دولتي پوستې نسکورې شوې او د سرتېرو روحیه کمزورې شوې ده.
دوی وايي څه باندې درې میاشتې مخکې د کندهار پر مرکزي ولسوالیو د طالبانو بریدونه روان دي او اختلافونه لامل شوي چې د جګړې لمن د کندهار ښار څنډو ته هم ورسېږي.
سردار محمد چې د جګړو له کبله خپل کور او کلۍ برېښی او اوس په پنجوايي ولسوالۍ کې ژوند کوي، له سیمه ییزو چارواکو غواړي چې خپلمنځي اختلافونه یوې خوا ته کړي:«خلک ډېر در په در شوي دي، زموږ کورنه وران شوي دي او زموږ خلک بېچاره شوي دي.»
که څه هم چې د کندهار سیمه ییز چارواکي په دې تړاو څه نه وايي، خو د کندهار او هلمند ولایت استازي د کندهار په دولتي ادارو کې پر اصلاحاتو ټينګار کوي.
پارلمان کې د هلمند د خلکو استازې، شګوفه نورزۍ وايي:«د دوی خپلمنځي اختلافونو د افغان ځواکونو پر روحیې اغېزه کړې ده او لامل شوې ده چې افغان سرتېري له طالبانو سره اړیکه نیولې او پوستې یې طالبانو ته سپارلي.»
د ولسي جرګې پخوانی غړی، لالی حمیدزی زیاتوي:«سیاسي اختلافونه شته، هغه کسان چې د اشرف غني او عبدالله پلویان دي او هغه کسان چې د حامد کرزي پلویان دي سره اختلاف لري او کله کله طالبانو سره مرسته کوي.»
د کندهار ارغنداب، ژېړۍ، ډنډ او پنجوايي له امنو ولسوالیو وې، خو په دې وروستیو کې د سختو نښتو شاهدې دي. په دې وروستیو میاشتو کې د سیګر په وینا، ۲۰۰ پوستې یې طالبانو نیولي دي.