Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو چارو وزارت: د کابلوف خبرې د مسکو او کابل ګټو سره سمون نلري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د هغه څرګندونې د روسیې – افغانستان ګډو ګټو سره په تضاد کې دي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې چې نن(جمعه د کب په لومړۍ نېټه) خپره شوې ده راغلي "په روسیه کې د یوې ممنوع ډلې" لوی ښودل په واقعیت کې په سیمه کې د افراطیت او تروریزم له ګواښ سره مبارزه په تړاو د روسیې غوښتنې او سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو له هیلو سره په تضاد کې دي او د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون نلري.

کابلوف په دې وروستیو کې د روسیې سپوتنیک خبري اژانس سره خبرو کې وویل چې طالبان د افغانستان څلورمه برخه سیمه کنټرولوي او له دې ډلې سره د معاملې یوازینۍ لار په افغانستان کې د انتقالي حکومت جوړول دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي روسیه نشي کولی د افغانستان حکومت چې د ملګرو ملتونو غړیتوب لري او طالبان چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیز لاندې دي سره پرتله کړي.

خبرپاڼه زیاتوي:«‎موږ د افغانستان له څلورو برخو پر درېیو یې د طالبانو کنټرول په تړاو د کابلوف څرګندونې ناسمې بولو. بیلابیلو سیمو کې ترهګریز بریدونه او د خلکو وژل د دې سیمو د کنټرول معنی نلري.»

اعلامیه کې راغلي دي:«ښاغلي کابلوف دا هم ویلي چې طالبان کابو"پرته له کومې نیمګړتیا" له امریکا سره د سولې هوکړې ده ژمن دي په داسې حال کې چې ټوله نړۍ وايي طالبانو خپلې څلور لویې ژمنې چې له ترهګرو دلو سره د اړیکو پرېکوڼ، د تاوتریخوالي کمښت، د سولې مانالرونکو خبرو دوام او جګړې ډکر ته له بنده د ازادو شویو طالبانو نه تګ دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې له روسیې سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا سره د سیمې حالت په تړاو پر پوهاوي کار کوي.

شریک یي کړئ