Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'لویو لارو کې د باج اخیستنې په تړاو ۱۸۶تنه ګوښه کړل شوي'

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هېواد د لویو لارو کې د باج اخیستنې په هکله د شکایتونو په لړ کې، د لویو لارو ۱۳۵ تنه موظفین او د کابل دروازو ۵۱ تنه منسوبان لېرې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع وویل:«له دندو لېرې کړل شوي او د کورني امنیت ادارې ته معرفي شوي دي چې هغوی وارزوي او ترې څېړنې وکړي.»

د هېواد پر لویو لارو په ناقانونه توګه د پیسو د اخیستو او ګواښونو په اعتراض کې د ټرانسپورټي شرکتونو له کاري اعتصابه شل ورځې وروسته د کابل - کندهار پر لویه لاره موټر چلوونکي او مسافر لاهم پر دې لار په ناقانونه توګه د پیسو له اخیستو شکایت کوي.

زابل کې یو موټر چلوونکی وايي:«دلته یو سرتېری راغلی او ماته یې وویل چې یا زر افغانۍ راکړه یا هم له هغو چرګانو چې په موټر کې دي راکړه. بیا یې کلۍ له ما څخه واخیستله او په خپله ولاړ څو چرګان یې واخیستل او ولاړ.»  

بل موټر چلوونکي هم وویل:«ما پولیس ته وویل چې زما دا موټر مکتوب لري، هغه وویل چې موږ مکتوب نه پېژنو، زموږ سر او کار له پیسو سره دی. له هغه ځایه چې خلاص شوم په بله پوسته کې هم پنځه سوه افغانۍ یې را څخه واخیستې.»

په دې لړ کې د جمعې پر ماښام د ټرانسپورټي شرکونو د انسجام شورا اعلان وکړ چې د دغو شرکتونو کاري اعتصاب په مشروط ډول پای ته رسېدلی دی.
  
د غزني د ټرانسپورټي شرکتونو استازی حفیظ ‍‌‌الله وايي:«هر چېرته چې چلوونکو ته، په هرې تلې، په هر زنځیر، په هر ټرافیک، په هرې پوسته کې ستونزه رامنځته شوه، هماغلته ځای پر ځای موټر دې ودروي او وروسته موږ بیا پرېکړه کوو چې څه وکړو او څه ونه کړو.»

دغه کاري اعتصاب د کابل - مزار او کابل - کندهار د لویو لارو پر تړلو سربېره د هېواد په ښارونو کې د خوراکي توکو پر بیو هم اغېز درلود، داسې چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ورځ تر بلې د تېلو او ګازو او خوراکي توکو د کمېدو په تړاو خبرداری ورکول کېږي.
  
د بغلان د تېلو او ګازو د تنظیم ادارې رییس عبدالکریم څرګنده کړه:«همدا شېبه زه په خپله ولاړم ټولې زېرمې مې ولیدې، ولاړم د تېلو ټانګونه مې ګنټرول کړل، چک مې کړل چې تېل د خلاصېدو په حال کې دي.» 

د پلخمري د عمومي منډییو رییس صالح کوهدامني هم زیاتوي:«لارې تړلې دي، توکي نه راځي او موږ ډېر په ستونزو سره مخ یوو.»

کورنیو چارو وزارت وایي چې پر لویو لارو په ناقانونه توګه د پیسو له اخیستو د شکایتونو په زیاتېدو سره پولیس ځواکونه په هغو سیمو کې ګزمې کوي چې شکایتونه ترې شوي دي؛ چې د دغه راز باج اخیستنو مخه ونیول شي.

د جمعې پر ماښام د ټرانسپورټي شرکونو د انسجام شورا اعلان وکړ چې د دغو شرکتونو کاري اعتصاب په مشروط ډول پای ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ