Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلېنکن: امریکا په افغانستان کې له دایمي اوربنده ملاتړ کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په ټلېفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو او  سولې بهیر په هکله خبرې اترې کړې دي.

په دغو خبرو اترو کې، ښاغلي بلېنکن ویلي چې امریکا ژمنه ده له یوې انصافي او تلپاې حل لارې ملاتړ وکړي.

د ښاغلی عبدالله دفتر همدرانګه ویلي دي چې دواړو لوریو د سولې او د افغانستان د وضعیت په هکله خبرې اترې کړې دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تاوتریخوالي له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او د دغو تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

دغه شورا د ښاغلي بلېنکن پر حواله لیکي:«امریکا په افغانستان کې د سولې بهیر د چټکتیا او د یوې جامع هوکړې او تلپاتې سولې ته د رسېدو غوښتونکې ده.»  

په ځواکمنه توګه د سولې له بهیره ملاتړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن چې د جمعې پر ماښام د مونیخ په امنیتي غونډه کې وینا کوله، د لومړي ځل لپاره یې د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ له ترلاسه کولو وروسته، د افغانستان د سولې بهیر په هکله خبرې کوي.

بایډن وویل چې د امریکا اداره د افغانستان د جګړې پای ته رسولو ته ژمنه ده، خو د هغه په باور دا جګړه کې داسې پای ته ورسېږي چې افغانستان د امریکا او ملاتړو امنیت ته یې ګواښ نه وي.
 
د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل:«زما اداره په افغانستان کې له راون ډېپلوماټیک بهیر او د هغې جګړې له پای ته رسېدو چې د شل کلنۍ په درشل کېده، په پیاوړي توګه ملاتړ کوي. موږ ژمن یوو ډاډ تر لاسه کړو چې افغانستان هېڅکله پر امریکا، زموږ پر متحدانو او زموږ پر ملي ګټو د ترهګریزو بریدونو لاره هواره نه کړي.»

د امریکا دفاع وزیر وایي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور په تړاو پرېکړه به د دغه هېواد له متحدانو سره له سلا مشورو وروسته وروستۍ شي؛ خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین وايي:«څرګنده ده چې اوس مهال تاوتریخوالی خورا زیات دی او اړتیا ده چې د افغانانو په مشرۍ په مذاکراتو کې ډېر پرمختګ وشي. زه له ټولو لوریو غواړم چې د سولې لار غوره کړي او تاوتریخوالی باید همدا اوس کم شي.» 
            
بل خوا د جرمني لومړۍ وزیره د امریکا له لوري د دوحې د هوکړه لیک پر ارزولو خوښه برېښي.

د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مېرکل څرګندوي:«خوښه یم چې د امریکا ادارې د افغان سولې بهیر بیا رازونه پېل کړې ده. جرمني حاضر دی چې د اوږدمهال لپاره په افغانستان کې پاتې شي؛ که په افغانستان کې د ماموریت د بریالیتوب لامل شي. د داسې ماموریت چې له ډموکراټیکو او سوله ییزو ځواکونو سره مرسته وکړي. وتل باید په دې مانا نه وي چې بد ځواکونه غوره والي تر لاسه کړي.»

په دې لړ کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او دغه راز د امریکا د پوځ لوی درستیز د پاکستان له لوی درستیز سره به جلا جلا توګه کتلي دي او د افغان سولې په تړاو یې خبرې کړې دي.
           
په دوحه کې د سولې مذاکراتو له پټه درېدو نه د ۳۴ ورځو په تېرېدو سره له دغو مذاکراتو باخبره سرچینې وایي چې طالبان په دغو مذاکراتو کې د بیا ګډون لپاره د امریکا له لوري د دوحې د هوکړې د ارزولو پای ته رسېدو ته په تمه دي.

شریک یي کړئ