Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د چاودنو د زیاتوالي په هکله د هېوادالو اندېښنې

په وروستیو ورځو کې، کابل تل د چاودنو شاهد پاتې شوی دی؛ هغه پېښې چې د پلازمېنې ډېری اوسېدونکي وېروي.

بلخوا په دغو ناامنیو کې خلک هڅه کوي چې خپل ژوند او کار بار ته رسېدنه وکړي.

قیس چې د کابل ښار یو اوسېدونکی دی، هغه د نوي ښار د ګل پلورنې د کوڅۍ یو هټۍوال دی، د کال په هر موسم کې رنګین تازه ګلان ترې چاپېرې وي.
 
ګل پلورونکی قیس وايي:«په پسرلي کې له شمالي څخه موږ ته تازه ګلان راوړي او په ژمې کې د پاکستان او هند له خوا راځي.»

د قیس دې رنګینې او معطرې نړۍ ته مخامخ هغه روغتون دی چې د جګړې د قربانیانو لپاره کار کوي، د ایمرجنسي روغتون په دې ورځو کې چې په کابل کې چاودنې کېږي، تر ډېره د هغو ټپیانو کوربه دی چې وخت ناوخته په امبولانسونو کې وروړل کېږي.
 
قیس زیاتوي:«زه په خپله اغېزمن کېږم، حتا چې یوه پېردونکی هم راځي د لاس ګل اخلي یا تحفه لري، هغوی خپله روحیه بې خي له لاسه ورکوي.» 

خداداد د یوه هغه ټپي خپلوان دی چې اوس مهال په اېمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

زوی یې چې د پولیس سرتېری دی، څو ورځې مخکې د کابل د شپاړسمې حوزې په اړوند سیمه کې په هغې چاودنه کې ټپي شو چې یو تن په کې ووژل شو او درې تنه نور ټپیان شول.

د کابل اوسېدونکي خداداد وویل:«موږ له دغو چاودنو او د کابل له ښاره ستومانه شوي یوو! هره شېبه چې په کابل ښار کې ګرځو، یو غږ کېږي وایوو چې چاودنه وه.»

اول ګل وایي چې د ورور مېرمن یې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې په خپل کور کې د هاوان د لګېدو له امله ټپي شوې ده؛ د ده په وینا هغه ۲۸ کلنه ځوانه ښځه ده او په دې پېښه کې یې پښې په څو ځایونو کې سختې زیانمنې شوې دي.
 
د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی اول‌گُل وايي:«حکومت له ملت سره جوړېږي؛ نه د پارلمان له وکیلانو او وزیرانو سره! دغه ملت چې د حکومت تر شاه ولاړ نه وي، دا حکومت هېڅکله نه جوړېږي.»

د سړک هغې غاړې ته د ګل پلورنې کوڅه کې لاهم ګڼه ګوڼه ده. ښايي د سړک د دې غاړې ناخوالې له تېرېدونکو کسانو او هټۍوالو هرڅه واخلي خو له هیلې پرته.
 
له لسو ورځو په کمه موده کې، په کابل کې د امنیت ضد پېښو کې له هغې ډلې چاودنو کې ۲۳ تنه وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه