Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې پر پوستې برید د درېیو سرتېرو ژوند واخیست

د هرات ادرسکن ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځایو شویو چاودېدونکو توکو چاودنې پایله کې درېیو سرتېرو ژوند بایللی دی.

د هرات ولایتي شورا غړی، وکیل احمد کرخي وايي تېره شپه(یکشنبې د کب په ۳مه نېټه) ادرسکن ولسوالۍ کې د پولیسو پوستې ته څېرمه وسله والو په یوه موټرسایکل کې ځای پر خای شويو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د هرات سیمه ییزو چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه وايي، د چاودنې له کبله پوسته په بشپړه ډول ویجاړه شوې ده او وسله والو یو پولیس له ځانه سره بېولی دی.

د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

شریک یي کړئ