Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اته کلن سهراب کابل کې د یکشنبې ورځې چاودنې تر ټولو کوچنی قرباني

د کابل د یکشنبې ورځي د چاودنې تر ټولو کوچنی قرباني هغه غریب ماشوم دی چې پر سړک یې خلکو ته سپېلني دودول.

اته کلن سهراب د ډوډۍ پیدا کولو لپاره له چاریکارو نه کابل ته راغلی و. هغه په دغه واټ کې د ورځې له خپلو درېیو وروڼو سره خلکو ته سپېنلې دودول او ماښام به یې ژاولې پلورلې.
 
د دغه ماشوم مور وايي د غریبۍ له کبله مجبوره شوې وه چې خپل کوچنی زوی له پروان څخه کابل ته واستوي، چې د خپلي کورنۍ لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیداکړي.
 
د سهراب مور انیس ګل وايي:«دوه اوونۍ کېدلې چې زوی مې نه وو لیدلی، زنګ یې واهه ویل یې چې مورې راشه په سړکونو کې مې یادېږې او ژاړم، زوی جان مې.»

د دغي سیمي د یوه هټۍ وال په وینا سهراب له وژل کېدو یو ساعت وړاندې ترې د لسو افغانیو سپېلني په پور واخیستل.
  
هټۍوال عبدالسمیع وویل:«له پېښې نیم ساعت مخکې راغی یو پتنګ یې ازادي نیولی و، وې ویل چې سیمع کاکا همدا را ته وساته، د سکور دا خلطه یې نوې اخیستې وه، وې ویل چې همدا هم در سره وساته ماښام یې اخلم او کور ته ځم.»

د سهراب کوچني ورور بریالي د هغه د وژل کېدو پېښه په خپلو سترګو ليدلی؛ کورنۍ یې وایي چې د ورځې په پای کې به د خپلې خور کره تلل چې شپته هلته تېره کړي.

بریالی وايي:«کله چې چاودنه وشوه مخکې ولاړم، د خاله زوی مې مخې ته راغی وې ویل ژر کور ته ولاړ شه، کور ته ولاړم وروسته ته یې راته وویل چې ورور دې وژل شوی دی.»

د سهراب پلار آغا سید وویل:«زما په خپله پښه معیوبه ده، هردم شهید یم کار نه شم کولای.»

د یکشنبې ورځې چاودنې د صنوبر مور او خور ټپیانې کړې. صنوبر وایي چې څلور کاله وړاندې یې خپل پلار له لاسه ورکړ. دا زیاتوي چې مور او دیارلس کلنې خور یې د سړکونو پر غاړه د ډوډۍ پیدا کولو لپاره دستمالونه پلورل.

د صنوبر تر ټولو کوچنی ورور پولاد د خپلې مور او خور د ټپې کېدو شاهد چې د چاودنې شېبې وریادوي.
 
دې چاودنې ملکه او کوچنۍ عایشه چې له خپلې انا او توړۍ سره له سړکه د پورې وتلو په حال کې وې ټپيانې کړې.

د دغو ماشومانو نیکه وایي چې مېرمن یې د شکرې ناروغۍ لرله او غوښتل یې چې له خپلې لور سره روغتون ته ولاړه شي.

د مېرمنې یوه پښه یې پرې شوې ده، ځوانه لور یې ټپي ده، یوه لمسۍ یې ټپي شوې ده او بله لمسۍ یې سخته وېرېدلې ده.
   
دا لومړی ځل دی چې نه دی چې په دغه راز چاودنې کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي. د ملګرو ملتونو د سازمان شمېرې ښيي چې په دوحه کې د سولې مذاکراتو له پېلېدو وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی په تېره بیا هدفي چاودنې او بریدونه زیات شوي دي.

شریک یي کړئ