Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له فساد سره د مبارزې د کمېسیون د جوړښت یوازې ۳۰ سلنې بشپړېدل

له اداري فساد سره د مبارزې د کمېسیون د جوړېدو په تړاو د ولسمشر له امر نه درې میاشتې او لس ورځې تېرېږي ؛ خو تر اوسه د دغه کمېسیون جوړښت بشپړ شوی نه دی.

د دغه کمېسیون رییس وایي سره له دې چې تر اوسه د دغه بنسټ دېرش سلنه کارکوونکي ګومارل شوي دی خو په دې اداره کې د  فساد شاوخوا ۳۰ لویې او وړې دوسیې ثبت شوې دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د کمېسیون رییس عبدالقیوم نظامي وايي:«هغه دوسیې چې له مخکې پاتې دي په جدي توګه تعقیب وو او هلته د وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو دویسو بحث هم شامل دی پر همدې اساس موږ دغه پېښې په جدي توګه څېړو.»

د شتمنیو د ثبت ریاست او له فساد سره د مبارزې ځانګړې دارالانشا د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې دوه برخې وې چې له اداري فساد سره د مبارزې له کمېسیون سره یو ځای شوې دي، له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړې کمېټه هم منحل شوې ده او کارکوونکي یې په دې اداره کې ګومارل کېږي.
 
ښاغلی نظامي په دې هکله زیاتوي:«د مک د ادغام کار هم بشپړ شوی او د مک ادارې ټول متخصص کارکوونکي په کمېسیون کې شاملېږي او له کمېسیون سره به کار وکړي.»

له اداري فساد سره د مباررې کمېسیون هغه مهال د ولسمشر له لوري جوړ شو چې حکومت د ژینو غونډې جوړېدو ته چمتو کېده؛ له همدې امله له اداري فساد سره د حکومت پر مبارزې څارونکي بنسټونه د دغه کمېسیون جوړېدل سمبولیک او ناقانونه بولي.

له اداري فساد سره د مبارزې د خپلواکې کمېټې پخوانی رییس میوند روحاني وايي:«کله چې حکومت یو کس یې مقرر کړ، هغه هم د ولسمشر د حکم پر بنسټ په دې معنا دی چې دغه کس سیاسي دی او کله چې شخص سیاسي وي او د ولسمشر د فرمان پر بنسټ راغلی وي د حکومت کار کوونکی وي څه ډول کولای شي له هغه فسا دسره چې په حکومت کې موجود دی مبارزه وکړي.» 

په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی بکتاش ایشچي څرګندوي:«خپل غږ به د پارلمان له لوړغږي پورته کړو چې د ګومارنې په مکانیزم کې یو لړ بدلونونه رامنځته شي.»

د دغه کمېسیون ټول غړي د ولسمشر له لوري غوره شوي دي.
 
له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون رییس وایي چې د لوی اداري فساد دوسیې بېرته پرانستل کېږي او د هغو د څېړل کېدو بهیر به هم چټک کړای شي.

عبدالقیو م نظامي، همایون حامد، مریم زرمتۍ، د شپږو کلونو لپاره او سید محمد هاشمي او فرخ لقا د درېيو کلونو لپاره د روان کال د لړم پر دوه ویشتمه له اداري فساد سره د مبارزې د کمېسیون د غړو په توګه وټاکل شول.

شریک یي کړئ