د ننګرهار ولایت شېرزاد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو په ګندمک سیمه کې پر خپلو ځمکو کوکنار کرلي دي او اوس یې په روزلو بوخت دي.
دغې ولسوالۍ کې د کوکنارو پر کرکېلي بوخت کسان وايي بې کارۍ او بې روزګارۍ یې دې چارې ته مخه کړې او د ورځې پنځه سوه افغانۍ ترلاسه کوي.
شېرزاد ولسوالۍ کې یو تن کروندګر، عبدالح وايي:«یوه روپۍ نلر، کار نشته او ماشومان ښوونځي ته نځي، ښوونځی نشته، مجبور یوو، ماشومان مو راوستي دي او دلته کار پرې کوو.»
د شېرزاد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي مخکې له دې طالبانو پر د دغې ولسوالۍ پر ډېرو سیمو واک درلود او په ځمکو کې یې کوکنار کرل.
په همدې حال کې د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې طالبان لا هم د هغو ځمکو چې کوکنار پرې کرل شوي دي، عشر اخلي.
بل کروندګر، زبیر زیاتوي:«موږ اړو یو چې دا کار وکړو، ښوونځي د جګړو له کبله تړلي دي.»
همداراز د خان په نامه بل کروندګر زیاتوي:«موږ خپل ورځنی ژوند په دې تېرو، په خوا هغه سیمې د سره رود خوا ته د وسله والو مخالفینو پورې تړلې وې.»
د ننګرهار والي، ضیاء الحق امرخېل وايي چې دغه ولسوالۍ په لنډ وخت کې د دولتي ځواکونو لاسته لوېدلې ده او په کې کوکنار کرل کیږي او قاچاق کیږي.
دی زیاتوي چې ډېر ژر به شېرزادو ولسوالۍ کې د کوکنارو کرکېله له منځه یوسي:«قاچاق، اختطاف، خراب کارۍ او خشخاش ټول له طالبانو سره نښتي دي.»
په همدې حال کې د ننګرهار ولایت د کرنې رییس، انعام الله صافی د کوکنارو کر سره د مبارزې په موخه د باغونو له جوړلو خبر ورکوي:«هوډ لرو چې سږ کال سلګونه جریبه ځمکه په حصارک، خوګیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې جوړ کړو او ترڅنګ یې بزګرو ته اصلاح شوی تخم هم وویشو.»
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي شېرزادو، خوګیاڼو او حصارک ولسوالیو کې د کوکنارو ترڅنګ چرس هم کرل کیږي.