Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې دیني عالمان: افغانستان کې اوسنۍ جګړه دیني مشروعیت نه لري

په هېواد کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره هم مهاله، په لوېدیځه حوزه کې په سلګونه دیني عالمان په هرات ښار کې په یوې غونډه کې د حکومت او طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کموالي او د اوربند د اعلان غوښتونکي دي.

د دین دغه عالمان وايي چې په هېواد کې روانه جګړه «مسلمان وژنه» ده او دیني جواز نه لري. 

د شنبې په ورځ د لوېدیځ زون د ولایتونو دیني عالمان د هرات په لوی جامع جومات کې راټول شوي دي او له حکومت او طالبانو غواړي چې ژر تر ژره د تاوتریخوالي له دوامه لاس واخلي او اوربند وکړي.

د هېواد په لوېدیځ کې د دیني عالمانو شورا وایي چې طالبانو له دوی سره په اړیکه کې ویلي دي چې له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي .
 
د هېواد په لوېدیځ کې د دیني عالمانو شورا رییس مولوي خداداد صالح وویل:«د دولت او طالبانو په ګډون ټول افغانان سولې ته تږي دي. طالبان خپله وروستۍ هڅه کوي چې افغانستان ته سوله راشي. ځينې مشران له ما سره اړیکه لري او ویلي یې دي چې د خدای لپاره تاسې عالمان بې کاره ناست یاست او هڅه وکړئ چې سوله راشي. ما دا پیغام له طالب وروڼو ترلاسه کړی دی.»

دغه دیني عالمان په هېواد کې روانه جګړه مسلمان وژنه بولي. دوی د هدفي بریدونو او چاودنو په غبرګون کې وایي چې دا پېښې حرامې دي.
 
د هرات پوهنتون استاد پوهاند عبدالمجید صمیم څرګندوي:«که چېرې د مسلمانانو دوه ډلې په یو بل کې سره جګړه وکړي د مسلمانانو درېیمې ډلې ته لازمه ده چې په منځ کې یې سوله وکړي. اوسنۍ جګړه د دوو مسلمانو ډولو په منځ کې جګړه ده او دا جګړه مشروعیت نه لري او د جهاد د احکامو په مطابق نه ده.»

دیني عالم نور آغا حبیبي هم وايي:«په افغانستان کې باید ورور وژنه ودرول شي او سوله وشي. له طالبانو او حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې په لومړي سر کې اوربند اعلان کړي او وروسته سوله وکړي.»

یو شمېر دیني عالمان د هرات ښار د ګازرګاه د جومات د خطیب مجیب الرحمان انصاري خبرې چې له اوسني نظامه یې ملاتړ کبیره ګناه بللې ده؛ غندي او ټینګار کوي چې د نوموړي دا خبرې له اسلام سره تړاو نه لري .
 
د هرات د حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني وویل:«افغانستان یو اسلامي هېواد دی او په دغه هېواد کې مسلمانان کار کوي. په غیر اسلامي هېوادونو کې هم په زرګونه مسلمانان په حکومت کې کار کوي. د افغانستان د حکومت د کارکوونکي ګناه کار بلل، دیني، اسلامي او د علماوو فتوايي حکم نه دی. په هغه صورت کې چې هر کس له هر منبره هر څه ووايي د هغه شخصي نظر دی.»

دا دیني عالمان دغه راز له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او دا ځواکونه د هېواد او خلکو ريښتوني ساتونکي بولي. او ټينګار کوي چې د هېواد د پوځيانو وژل ناجایز دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه