Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ناپېژانده وسله والو د بغلان د مرکزي روغتون یو ډاکټر وواژه

د بغلان پولیس وايي چې د بغلان د مرکزي روغتون د جراحۍ څانګې مسوول خلیل الرحمان نرمګو، د سې شنبې پر ماښام په دغه ولایت کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې ووژل شو.

د بغلان پولیس د دغه برید مسوول طالبان ګڼي، خو طالبان په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

خلیل الرحمان نرمګو په بغلان ولایت کې یو پېژندل شوی ډاکتر و. د هغه د خپلوانو په وینا، هغه ځينې فرهنګي فعالیتونه هم لرل.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په هېواد کې په ځانګړې توګه کابل کې په وروستیو میاشتو کې هدفي بریدونه زیات شوي دي.

د یونما په رپوت کې چې نن سې شنبې خپور شوی دی هم راغلي دي چې په تېر زیږدیز کال کې ۳ زره او ۳۵ تنه ولسي وګړي په افغانستان کې بریدونو کې وژل شوي او ۵ زره او ۷۸۵ تنه نور ټپيان شوي دي. 
 
سرچینې وايي چې دغه پېښه د سې شنبې پر ماښام په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

شریک یي کړئ