Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان خپلو غړو ته: "په خپل سر بهرنیو وګړو ته ځای مه ورکوئ"

د طالبانو نظامي کمېسیون خپلو وسله‌والو ته امر کړی چې بهرنیو وسله‌والو ته د پناه له ورکولو دې ډډه وکړي او خپله اعلامیه کې یې ویلي"هېڅوک نشي کولی په خپل سر بهرنیو وګړو ته په خپلو صفونو کې ځای ورکړي."

د طالبانو د نظامي کمېسیون د پرېکړه لیک یوه کاپي طلوع نیوز ته رارسېدلې چې په‌کې لیکل شوي، طالبان دې خپلو لیکو کې د بهرنیو وسله والو د منلو او ورته د پناه له ورکولو ډډه وکړي.

 په لیک کې خبرداری ورکړل شوی، که بهرنیو وسله والو ته ځای ورکړل شو، نو د طالبانو ولایتي مسوولان به له دندې ګوښه، پوځي مرکزونه به یې منحل او د سزا لپاره نظامي کمېسیون ته معرفي شي.

د القاعدې او طالبانو نېږدې اړېکې

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د طالبانو او القاعدې اړیکو په تړاو راپورونه خپاره شوي، چې یاده ډله لا هم له القاعدې سره خپلې اړیکې نېږدې ساتلي، خو طالبانو دا خبره ردوله.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي د طالبانو او القاعدې ترمنځ د اړیکو له نه پرې کېدو خبر ورکړ.

د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو د ملګرو ملتونو د څار یوې ډلې مشر، ادموند فیتون براون وویل له ترهګرو ډلو سره اړیکو پریکوڼ په تړاو د طالبانو ژمنو سره سره، دا ډله لا هم له القاعدې سره اړیکې لري.

هغه زیاته کړه یاده ډله لا هم بهرنیو وسله والو ته اجازه ورکوي چې افغانستان کې روزنې ترلاسه کړي او نور کسان خپلو لیکو ته راولي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ان بي سي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي چې په باور یې لا هم د القاعدې لوړپوړي چارواکي د طالبانو تر ملاتړ لاندې دي.

د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر فعالیتونو د ملګرو ملتونو د څار ډلې روستي راپور له مخې د افغانستان په یوولس ولایتونو کې له ۲۰۰ تر ۵۰۰ د القاعدې وسله وال شتون لري.

د راپور له مخې د طالبانو او القاعدې غړي د څو لس ییزو راهیسې له یو بل سره خپلې اړیکې ساتلي او د یو بل ترڅنګ جنګیدلي دي ـ ان ودونه یې سره کړي دي چې بېلتون به یې سخت وي، خو طالبانو مخکې له دې له بهرنیو وسله والو سره خپلې هر دول اړیکې رد کړې دي.

بل خوا د امریکا متحده ایالتونو یو مخکښ سیاستوالی له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې پر ځنډ نیوکه کوي او وایي چې د جوبایډن اداره له عراقه د بشپړ وتلو تېروتنه په افغانستان کې هم تجربه کړي.

 د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړی مایکل مک کال څرګندوي:"فکر کوم چې افغانستان ډېر مهم کېدلای شي، هیله من یم چې د جوبایډن اداره په هغه هېواد کې خپل پاتې ځواکونه وساتي او زه به په دې تړاو د بهرنیو چارو له وزیر بلېنکین او د ملي امنیت له سلاکار سالیوان سره کار وکړم چې د هغه هېواد ساتنه وکړي او طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې دا هېواد ونیسي."

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي، ينس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ماښام د ناټو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ ناستې ته د وینا پرمهال ټینګار وکړ چې د ناټو متحدین د افغانستان وضعیت څاري او د طالبانو هر ډول تاوتریخوالی به په افغانستان کې حالت برعکس کړي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي او مسایل دې په سوله ییزه توګه هوار کړي.

د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د ناټو د اروپايي متحدینو کابو لس زره سرتېري مېښت دي چې شتون یې په شرایطو پورې تړلی دی.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د طالبانو او القاعدې ترمنځ د اړیکو له نه پرې کېدو خبر ورکړ، خو دا طالبانو تل له بهرنیو جنګالیو سره خپلې اړیکې ردولې، اوس د دغې ډلې علامیه کې راغلي"هېڅوک نشي کولی په خپل سر بهرنیو وګړو ته په خپلو صفونو کې ځای ورکړي."

شریک یي کړئ