د نورستان ولایت پر نورګرام ولسوالۍ د طالبانو برید پایله کې یوه پولیس سرتېري ژوند بایللی او څلور نور ټپيان دي.
د یاد ولایت قومي مشران وايي یادې ډلې تېره شپه(سې شنبې د کب په ۵مه نېټه) د نورګرام مرکز ته نېږدې د افغان سرتېرو په پوستې برید کړی دی.
دغه قومي مشران وايي که سیمې ته ژر مرستندویه ځواک ونه رسیږي، ښایې د یادې ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسته ولویږي.
دوی سیمه ییز چارواکي په بې پرېتوب تورنوي او زیاتوي چې باید نورګرام ولسوالۍ ته جدي پام وکړي.
سیمه ییزو چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.