Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د المان کابینه په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت غځوي

رویټرز  خبري آژانس خبر ورکوي چې د آلمان د دفاع وزیر، آنه ګریټ کرامپ کارنباوئر ویلي چې هېواد کابینې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جنورې تر ۳۱ پورې افغانستان کې د الماني ځواکونو پاتې کېدو ته شین څراغ ښکاره کړی.

په افغانستان کې د جرمني پوځي ماموریت د روان کال په د مارچ میاشتې تر پایه پایته رسیږي. المان افغانستان کې ۱ زرو ۳۰۰ سرتېري لري.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو نوي حکومت له طالبانو سره د سولې هوکړې چې په تېر کال فبروري کې لاسلیک شوه، څېړلي.

د هوکړې له مخې بهرني ځواکونه باید د روان کال د می تر لومړۍ نیټه له افغانستانه ووځي.

ښاغلي کارنباوئر خبرداری ورکړی چې مخکې له وخته له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل کولی شي چې له طالبانو سره د سولې خبرې له ګواښ سره مخامخ کړي.

هغه زیاته کړه چې د ناټو ځواکونه باید د طالبانو تاوتریخوالي لپاره چې له اپریل وروسته به پیل شي، چمتو وي.

د ناټو سرمنشي، ينس د پنجشنبې په ماښام د ناټو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ ناستې ته د وینا پرمهال ټینګار وکړ چې د ناټو متحدین د افغانستان وضعیت څاري او د طالبانو هر ډول تاوتریخوالی به په افغانستان کې حالت برعکس کړي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي او مسایل دې په سوله ییزه توګه هوار کړي.

د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د ناټو د اروپايي متحدینو کابو لس زره سرتېري مېښت دي چې شتون یې په شرایطو پورې تړلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان له امریکا سره د دوحې سولې هوکړې له مخې په مې په میاشت د بهرنیو ځواکونو پر وتو ټینګار کوي. خو د ناټو عمومي منشي څرګندوي چې طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی او له متحده ایالاتو سره د سولې تړون پراساس یې خپل مسؤلیتونه نه دي ترسره کړي.

تر دې دمخه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن ویلي و له طالبانو سره د سولې په هوکړې غور کوي؛ د یادې  هوکړې له مخې د امریکا پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ افغانستان کې خپل سرتېري ۲۵۰۰ ته راکم کړل.

د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمښت او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې مهمې برخې ګڼل کیږي.

له دې سره افغان حکومت وايي چې طالبان د دوحې د هوکړې خلاف تاوتریخوالی زیات کړی او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره یې د سولې خبرې پرې کړي.

په افغانستان کې د جرمني پوځي ماموریت د روان کال په د مارچ میاشتې تر پایه پایته رسیږي

شریک یي کړئ