Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا افغان ملي پوځ ته ۶۳۹ پوځي وسایط وسپارل

امریکا نن چهارشنبې (د کب په ۶مه) سلګونه وسایط چې ۴۰۳ زغره وال هاموې موټر، ۱۷۰موټرسایکلونه، ۴۳ رنجر او ۲۳ زغروال امبولانسونه په کې شاملېږي د افغانستان ملي پوځ ته وسپارل.

ټاکل شوې، دغه پرمختللي نظامي تجهیزات د یوې احتمالي جګړې د بیا پیل په درشل کې د هېواد په ختیځ او شمال کې پوځیانو ته ولېږل شي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل په دې هکله وویل:«له دې ځایه موږ ۲۰۹، ۲۱۷، ۲۰۱ او ۲۰۳ قول اردوګانو ته یې وېشو.»

د افغان حکومت د معلوماتو له مخې، کابل تر اوسه له واشنګټنه شاوخوا ۱۹ زره زغروال هاموې موټر ترلاسه کړي دي.

ملي دفاع وزارت د دې پخلی کوي چې په جګړو کې د ملي پوځ ځينې هاموې موټر د طالبانو لاس ته هم ورغلي دي او طالبان له ځينو دغو هاموې موټرو په ځانمرګو بریدونو کې کار اخیستی دی.

د ملي دفاع وزارت د تامیناتو او ټکنالوژۍ مرستیال عبدالله رقیبي وايي:«د ملاتړو هېوادونو ملاتړ تر ۲۰۲۴ کال پورې دوام لري او تر هغه وخته موږ باید پرخپلو پښو ودرېږو. او دا یو ډېر مهم کار دی.»

ملي دفاع وزارت د جګړې د احتمالي پراخېدو لپاره د دولتي ځواکونو له چمتووالي خبر ورکوي او وايي چې، طالبانو له دوحې هوکړې وروسته نه یوازې دا چې، تاوتریخوالی یې راکم نه کړ؛ بلکې د افغان حکومت له لوري له خوشې شویو طالب بندیانو سلګونه کسان یې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

ښاغلي میاخېل په دې هکله زیاته کړه:«ژمنه دا وه چې دوی بېرته جګړې ته نه ستنېږي. ځينې یې بیاځلې جګړې ته ستانه وي دي. ځينې یې وژل شوي، ځينې نیول شوي هم دي. وروستۍ شمېرې چې موږ یې لرو دا دي چې ۶۰۰ تر ۷۰۰ پورې بېرته جګړې ته ستانه شوي دي.»

په پرمختللو وسلو او نورو تجهیزاتو د افغان ځواکونو سمبالول د امریکا او نورو متحدینو له اصلي موخو شمېرل کېږي. واشنګټن د افغانستان د امنیت ساتنې لپاره تر ټولو غوره لار د دغه هېواد د ځواکونو روزنه او تجهیزول ګڼي.

په هېواد کې د احتمالي جګړې د نوي څپرکي د پيل په درشل کې امریکا متحده ایالاتونو په سلونه پوځي پرمختللي وسایط د افغانستان ملي پوځ په واک کې ورکړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه