لویه څارنوالۍ وايي چې د ولسي جرګې دوه تنه غړي د خپلو شتمنیو د ثبت په هکله له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون ته د غلطو معلوماتو د ورکړې له امله دغه بنسټ ته معرفي شوي دي.
د ولویې څانروالۍ ویاند جمشید رسولي وايي چې دغه بنسټ د ولسي جرګې د غړو د شتمنیو په هکله څېړنې پیل کړې دي.
سرچینې وايي چې د ولسي جرګې دغه دوه غړي احمد شاه رمضان د بلخ د استازی او نسیمه نیازۍ د هلمند استازې دي چې پر خپلو حسابونو کې د مېلیونو افغانیو د راغونډېدو په هکله ځواب ویوونکي نه وو.
جمشید رسولي وايي:«د ولسي جرګې دوه تنه غړي د شتمنیو د ثبت په فورمونو کې د غلطو او ناسمو معلوماتو په تور، له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون له لوري د څېړنې او پلټنې په پار لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.»
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون وايي، د ولسي جرګې له دغو غړو غوښتل شوي چې په خپلو حسابونو کې د مېلیونونه افغانیو د شته والي په اړه باید لویې څارنوالۍ ته معلومات ورکړي.
له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون رییس عبدالقیوم نظامي څرګندوي:«ډېر شمېر نورې پېښې هم زموږ تر څېړنو لاندې دي چې هلته هم له قوي احتمال سره جګپوړي چارواکي او د ټيټو بستونو مامورین دخیل دي.»
بلخوا احمد شاه رمضان وايي، په دې اړه به د هېواد عدلي او قضايي بنسټونو ته وضاحت ورکړي:«زه دوه ورځې وروسته افغانستان ته راځم. هغه قانون چې دی او هغه پوښتنه چې ده او هغه استعلام چې دی د هغه په هکله به ځواب ویوونکی وم.»
خو نیسمه نیازۍ بیا په دې اړه څه نه وايي.
حکومت د روان کال په چنګاښ میاشت کې، د ولسي جرګې د غړو په ګډون د دولت له لوړ پوړو چارواکو غوښتي وو چې، خپلې شتمنۍ له حکومت سره ثبت کړي.