Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرغني: له طالبانو سره د جدي مذاکراتو زمینه برابره شوې

په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي پلاويو ترمنځ د غونډو له پيل سره هم مهاله ولسمشر غني وايي چې له طالبانو سره د سولې جدي مذاکراتو لپاره زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسي جرګې له ځينو غړو سره په لیدنه کې وویل له افغانستانه د ناټو د ځواکونو د نه وتلو لپاره د دغه تړون د پرېکړې نه وروستي کېدل هغه هم په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې د سولې په ګټه دي:«د ناټو پرېکړه چې (له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله) یې پرېکړه ونه کړه یو ستر پيغام دی.»

ښاغلي غني په دې کتنه کې وویل، د بل هر وخت په پرتله اوس له طالبانو سره د جدي مذاکراتو لپاره تر ټولو غوره موکه برابره شوې ده.
 
د ولسي جرګې له غړو سره د ولسمشر غونډه، یوه ورځ له هغې وروسته ترسره کېږي چې د ولسي جرګې غړو د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه تایید کړه.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په دغې غونډه کې د ولسي جرکې د پرېکړو او غوښتنو په وړاندې د ځينو حکومتي بنسټونو له بې پروایۍ شکایت وکړ:«ولسي جرګه له حکومت سره د غوره مناسباتو د پرانیستو او د ملت کور حیثیت ته د درناوي په تمه ده. موږ باور لرو چې طالبان د سولې خبرو اترو د درېدو اصلي عامل دي.»

بلخوا د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن مسکو ته ولاړ، دا سفر په داسې حال کې کېږي چې موده مخکې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي په افغانستان کې د ناورین د حل لپاره د لنډ مهالي انتقالي حکومت د جوړېدو له طرحې ملاتړ وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په دې هکله وویل:«د دغه سفر موخه د دواړو لوریو د اړیکو پیاوړتیا، د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا ده.»

له دې سره سم، ټاکل شوې، د ولسي جرګې مشر د یوه پلاوي په مشرۍ راتلونکې شنبه د سولې په تړاو د خبرو په موخه تاجیکستان ته ولاړ شي.

په ولسي جرګه کې د هملند د خلکو استازی کریم اتل وايي:«د ولسي جرګې رییس د تاجیکستان د پارلمان له رییس او د دغه هېواد له ځینو نورو چارواکو سره به وویني.»

د سولې لپاره د سیمه ییزو هڅو په دوام، د ازبیکستان بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ کابل ته راغی او له ولسمشر سربېره له ځینو نورو افغان چارواکو سره یې وکتل.
 
په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو له یوې نیمې میاشتې په ټپه درېدو وروسته، د اوونۍ په لړ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو پلاویو څو غونډې سره لرلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه