Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان د پوځ ویاند: پاکستان به له طالبانو ملاتړ ونکړي

د پاکستان د پوځ ویاند، بابر افتخار تېره ورځ(چهارشنبه د کب په ۶مه نېټه) وایي، اسلام اباد پر طالبانو د خپل نفوذ تر حده خپله دنده ترسره کړې او هغه څه یې چې باید کړي وی، کړي دي.

هغه زیاتوي د افغانستان مشران هم مني، چې پاکستان د افغان سولې بهیر کې ډېر څه کړي.

 د افتخار په وینا، د پاکستان موخه افغانستان کې د سولې ټینګښت دی او اوس د افغانستان خلکو او د افغانستان حکومت پورې اړه لري چې خپل راتلونکی وټاکي.

ښاغلي بابر د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسلام اباد واک ته د طالبانو د بېرته راستنېدو پلوی دی که نه؟ ویلي چې نننی افغانستان ۹۰ لس ییز په څېر نه دی او پاکستان هم بدل شوی دی.

له طالبانو سره د سولې جدي خبرې

په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي پلاويو ترمنځ د غونډو له پيل سره هم مهاله ولسمشر غني تېره ورځ وویل چې له طالبانو سره د سولې جدي مذاکراتو لپاره زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسي جرګې له ځينو غړو سره په لیدنه کې وویل له افغانستانه د ناټو د ځواکونو د نه وتلو لپاره د دغه تړون د پرېکړې نه وروستي کېدل هغه هم په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې د سولې په ګټه دي:«د ناټو پرېکړه چې (له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله) یې پرېکړه ونه کړه یو ستر پيغام دی.»

ښاغلي غني په دې کتنه کې وویل، د بل هر وخت په پرتله اوس له طالبانو سره د جدي مذاکراتو لپاره تر ټولو غوره موکه برابره شوې ده.

د ناټو سرمنشي، ينس د تېره اوونۍ د ناټو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ ناستې ته د وینا پرمهال ټینګار وکړ چې د ناټو متحدین د افغانستان وضعیت څاري او د طالبانو هر ډول تاوتریخوالی به په افغانستان کې حالت برعکس کړي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي او مسایل دې په سوله ییزه توګه هوار کړي.

د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د ناټو د اروپايي متحدینو کابو لس زره سرتېري مېښت دي چې شتون یې په شرایطو پورې تړلی دی.

بلخوا د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن مسکو ته ولاړ، دا سفر په داسې حال کې کېږي چې موده مخکې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي په افغانستان کې د ناورین د حل لپاره د لنډ مهالي انتقالي حکومت د جوړېدو له طرحې ملاتړ وکړ.

شریک یي کړئ