Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو دوو ورځو کې مرکچي پلایو ناستې نه دي کړي

دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي پلایو ترمنځ چهارشنبې او پنجشنبې(د کب په ۶ او ۷مه نېټه) ناستې نه دي شوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د خبرو له بیا پیلېدو درې ورځې تېرېږي، خو دواړو لورو په دې موده کې یوازې یوه غونډه جوړه کړې ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړي وايي، له طالبانو سره په وروستۍ غونډه کې یې موندلې چې دغه ډله د خبرو د لومړي پړاو پر تله په یوې ښې روحیې سره د خبرو میز ته راغلې ده.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی، غلام فاروق مجروح څرګندوي:«طالبان له یوې ښې روحیې سره راغلل او موږ هم هیله لرو چې دا روحیه پاتې شي، لکه څنګه چې یې ژمنه کړې او موږ هم ژمن کړې وه چې موږ له چمتوالي سره هره ورځ چمتو یوو چې خبرې وکړو.»

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړي زیاتوي، د اجنډا، د خبرو د پرمخ بیولو څرنګوالی او د هغو مسایلو په اړه چې، باید لومړیتوب ورکړ شي هڅې روانې دي او دغه پلاوی همداراز هیله څرګندوي چې، له طالبانو سره ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسيږي.

د افغان پلاوي  غړې، فوزیه کوفي څرګندوي:«د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوي ټینګار څنګه چې په کاري اجندا کې هم شامل دي، د جګړې او وینو تویولو پرې کول دي او پر اوربند هوکړه ده، څنګه چې باید د افغانستان خلک د دغه بهیره ګټه پورته کړي او پر ژوند یې اغېزه وکړي.»

سره له دې چې، طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتنې ټينګار کوي، خو د امریکا یو مخکښ ډېموکراټ سناتور له افغانستانه په بېړه د امریکايي ځواکونو د وتنې له امله خبرداری ورکوي او وايي چې، طالبانو د دوحې هوکړې پر بنسټ پر خپلو ټولو ژمنو لا هم عمل نه دی کړی.

د امریکا متحده ایالاتو د سنا د تسلیحاتي کمېټې رییس، جک رید ویلي و:«‎په څو میاشتو کې د امریکايي ځواکونو اېستل یوه ننګوونکې او بې ثبات کوونکې هڅه ده.»

له دې سره سم، د پاکستان لپاره د ولسمشر غني ځانکړی استازی محمد عمر داوودزی چې اوس اوس اسلام اباد ته تللی له ځینو پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.

دی زیاتوي:«مخکې له دې پاکستان د تاوتریخوالي له کمښته ویل، خو د تېرې شپې ناستو سره پر دې پرېکړه وشوه چې نور د تاوتریخوالیو پای باندې ډینګار وشي.»

د پاکستان د پوځ ویاند وايي، اسلام آباد په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو پلوی نه دی او په وینا یې په دغه هېواد کې د راتلونکي نظام څرنګوالی افغانانو پورې اړه لري.

شریک یي کړئ