Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راتلونکي پسرلي کې د جګړو زیاتوالي په تړاو د فاریابیانو اندېښنه

د فاریاب ولایت اوسېدونکي او ولایتي شورا راتلونکي فصل کې د جګړو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او وايي ډېرو ولسوالۍو کې اوس هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

په وروستیو اوونیو کې د ۱۴ ولسوالیو له ډلې ۷ کې یې نښتې وې.

د فاریاب اوسېدونکی، اسدالله جمالي وايي:«خلک اندېښنه لري چې که هوا ګرمه شي، خلک به بې کوره شي، جګړې به زیاتې شي، د خلکو اولادونه به شهید شي. د خلکو اندېښنې زیاتې دي.»

 د فاریاب بل اوسيدونکی، رووف اندړ زیاتوي:«له ولسوالیو او چاپېره خلک فاریاب ښار ته راغلي دي، سخت ژمی یې تېر کړ او ان یو شمېر مړه شول، ډېر بد حالت کې دي، د دوی د ستونزو رېښه په جګړو کې ده.»

د نښتو له کبله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي او درانه مالي زیانونه وراوښتي.

د فاریاب ولایتي شورا غړی، محمدنادر سعیدي څرګندوي:«یوه ستونزه دا ده چې دولت له پېښې وروسته عمل کوي، راپور راځي چې طالبان چمتوالی نیسي، خو دوی پام نه کوی، که دوی عمل وکړي، د جګړې مخه نیول کیږي.»

 د فاریاب قیصار، المار، خواجه سبزپوش، شیرین تګاب، دولت اباد، پښتونکوټ او ګرزیوان هغه ولسوالۍ دي چې په کې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه کړي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله  اوښتې ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند، عبدالکریم یورش په دې تړاو داسې بیانوي:«تېره اوونۍ کې د څو قومندانانو په ګډون ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان شوي دي، دوه تنه هم اسیر شول. پنځو افغان سرتېرو ژوند بایللی او اووه تنه ټپيان دي.‎»

امنیتي ګواښونه او وچکالي د فاریاب ولایت د اوسېدونکو اصلي ستونزې دي. دوی وايي که دولت د دغو ستونزو لپاره تابیاوې ونلري، نو انساني ناورین به رامنځته شي.

شریک یي کړئ