Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبان: د دوحې هوکړې بدیل به په ناکامۍ محکوم وي

طالبانو نن (یکشنبې د کب په ۱۰مه)په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د امنیت او ټيکاو د ټینګښت لپاره یوازینۍ لار د دوحې هوکړه لیک دی او خبرداری ورکوي که چېرې د هغه په وړاندې د بل بدیل لپاره هڅه وشي، له همدا اوسه به په ناکامۍ محکوم وي.

په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړه لیک د کلیزې په درشل کې، طالبان هغه یو تاریخي هوکړه لیک ګڼي او ټينګار کوي چې د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، امریکايي ځواکونه باید له افغانستانه بهر شي.

طالبان په دغې خبرپاڼه کې وايي چې د هوکړه لیک ټولې منځپانګې ته ژمن دي او له امریکا هم غواړي چې هغه پلي کړي.

دغه ډله د نورو طالب بندیانو د خلاصون او د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو د لېرې کولو غوښتونکی دي.

دغه هوکړه لیک د تېر کال د کب میاشتې په لسمه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت په پېر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک پربنسټ ټول بهرني ځواکونه باید د روان کال د مې تر لومړنۍ نېټې له افغانستانه بهر شي. او طالبان هم د دغه هوکړه لیک پربنسټ باید له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، تاوتریخوالی کم کړي او همدارنګه له افغان حکومت سره خبرې اترې پيل کړي.

خو په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې دغه هوکړه لیک به بیا ځلې وګوري.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، امریکا په افغانستان کې خپل ځواکونه ۲۲۰۰ تنو ته کم کړل او همدارنګه په هېواد کې د ناټو ۱۰ زره ځواکونه حضور لري.

شریک یي کړئ