Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حزب التحریر د غونډو او تبلیغاتو د مخنیوي په پاره د صالح ټينګار

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې په هېواد کې د التحریر ګوند هر ډول غونډې او تبلیغ باید ودرول شي.

د امراالله صالح دفتر وايي چې حزب التحریر په عدلیې وزارت کې ثبت نه دی او له همدې امله د دغه فعالیتونه د قانون په خلاف دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال دا څرګندونې د شپږ نیمو د یوسلو دولسمې غونډه کې د پرېکړې په پای کې وکړې او زیات یې کړه چې حکومت دا ګوند په رسمیت نه پيژني.
 
د ولسمشر د لومړي مرستیال د رسنیز دفتر غړی محمد باقر کاظمي وايي:«دا ګوند تر هغې چې ثبت او راجستر شوی نه دی د هېڅ ډول غونډو او تبلیغ حق نه لري په بل عبارت د دغه ګوند نور د افغانستان د دولت له خوا په رسمیت نه پېژندل کېږي.»

بل خوا د عدلیې وزارت وایي چې د دغه ګوند غړي له یو شمېر ترهګریزو ډلو سره فکري او عقیده يي نږېدوالی لري له همدې امله دغه ګوند د هېواد لپاره ګواښ بلل کېږي.
 
د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو مرستیاله ذکیه عادلي څرګندوي:«د داعش کړنو او عقیدو ته لېوالتیا لري دد داعش ماهیت هم د اسلامي خلافت رامنځه کول دي خو د طالبانو له عقایدو هم لېرې نه دي.»

په وروستیو ورځو کې په هېواد  کې د حزب التحریر ملاتړو خپل همفکران په افغانستان کې د اسلامي خلافت جوړېدو ته رابللي دي.

ذکیه عادلي زیاتوي:«د حزب التحریر ډېری فعالیتونه یې فکري او عقیده يي دي یعنې پر خپل خوان فکري او عقیده يي کار کوي چې دوی د فکر او لیدلوري له لارې افراطپالنې او هغو لیدلوریو ته چې اسلامي خلافت ته لېوالتیا لري کاږي.»

سرچینې وایي چې حزب التحریر په کاپيسا، پنجشیر، بغلان، بدخشان، کندوز، هرات او غور ولایتونو کې فعالیت کوي او د دیني زده کړو په مرکزونو او پوهنتونونو کې ځوانان له حزب التحریر سره یو ځای کېدو ته هڅوي.

زده کوونکی محمد مسیح وايي:«کله چې پوه شوم چې دوی له عقیده يي او فکري پلوه له ځينو ترهګرو ډلو سره همفکري لري او حتا ښايي د نظام د پرځېدو په هڅه کې وي، ومې نه غوښتل چې ورسره یوځای شم.» 
 
حزب التحریر نړیوال اسلام پال ګوند دی چې په ۱۹۵۰ کال کې په بیت المقدس کې د فلسطیني روحاني تقي الدین النبهاني له لوري جوړ شو.
دغه ګوند په ۲۰۰۳ کال کې په افغانستان کې خپل فعالیت په پټه پېل کړ او په ټوله نړۍ کې د اسلامي خلافت غوښتونکی دی.

په هېواد کې د حزب التحریر د غړو او پلویانو له لوري د حکومت ضد شعارونو له زیاتېدو وروسته، د لسمشر لومړی مرستیال وايي چې حکومت دغه ګوند په رسمیت نه پېژني.

شریک یي کړئ