Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار ته د کورنیو او دفاع وزارتونو د چارواکو سفر

د کورنیو او د دفاع وزارتونو چارواکو د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره دغه ولایت ته تللي دي.

د کورنیو چارو وزیر محمد مسعود اندرابي دغه ولایت ته په خپل سفر کې وايي چې دولتي ځواکونه د کندهار د احتمالي پرځېدو ګواښونه له منځه وړي دي.

هغه زیاتوي:«ارغنداب ولسوالۍ خپلې خاصې ځانګړنې لري. دلته د سرتېرو د ځواک، همغږۍ او لوړ ظرفیت نندارې ته اېښودل شوی دی. په تېرو دوو میاشتو کې چې د ارغنداب ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات شوي کابو ۶۵۰ طالبان وژل شوي او د طالبانو ډېری قومندانان هم وژل شوي دي.»

ورته مهال د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي چې په کندهار کې د پوځيانو وړتیاوې لوړې شوې دي او په اوړي کې سختې جګړې ته چمتو دي:«د طالبانو دا انګېرنه چې کندهار او هلمند به ونیسي، غلطه ثابته شوه؛ تاسې وینئ چې ټولې سیمې بېرته د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.»

 په وروستیو څو میاشتو کې د کندهار په ارغنداب، ډنډ، ژیړۍ او پنجوایي ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې جګړې شوې دي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی هغه څه چې د پوځي او ملکي چارواکو ناتواني او دغه راز قومي اختلافونه یې بولي؛ په کندهار کې د طالبانو د فعالیتونو د پراختیا له لاملونو ګڼي.

په کندهار کې د جګړې له دوام سره هم مهاله، د دغه ولایت د کډوالۍ چارو ریاست وايي چې د دغې جګړې له امله په دغه ولایت کې ۱۱ زره او ۵۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

په داسې حال کې چې دغه کورنۍ مرستو ته خورا اړتیا لري خو د کندهار ځايي چارواکي څلور زره دغه بې ځایه شویو کورنیو ته د بشرپاله مرستو د برابرۍ خبر ورکوي.

د جګړې بې ځایه شوي دغه مرستې ډېرې کمې ګڼي او وايي چې د دوی او اولادونو ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.
 
شریک یي کړئ