د هغه ځوان کورنۍ او خپلوان چې تېره ورځ کابل کې د پولیسو په ډزو کې ووژل شو عدالت غواړي.
د مردان خان د کورنۍ غړي او خپلوان وایي چې نوموړی د شنبې ورځې پر مازدیګر کله چې د خپل ملګري په موټر کې له ښار نه کور ته راستنېده؛ په څلورمه حوزه کې یې موټر د پولیسو له یوه موټر سره ټکر شو او وروسته یوه پولیس افسر پرې ډزې وکړې او ویې واژه.
د مردان خان ورور محمد آغا وايي:«ورور مې په حرکت کې و چې له شا یې پرې ډزې وکړې. اوه تر لسو په موټر یې او دوه پر ده په خپله لګېدلې وې.»
د مردان خان له خپلوانو احمد صفا فیصل هم وویل:«پولیسو د یوې صحرايي محکمې او د طالبانو د محکمې په توګه، پر هغه ډزې شوې دي.»
مردان خان پنځه بچیان لري او له کلونو راهیسې یې په کابل کې د برېښنایي وسایلو هټۍ لرله.
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي چې پولیس تر هغې وروسته د مردان خان پر موټر ډزې وکړې چې د پولیسو په چیک پاینټ کې یې د درېدو امر ته پاملرنه ونه کړه.
پولیس وایي هغه افسر چې د ډزو په کولو تورن دی؛ نیول شوی او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.