Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په فبرورۍ میاشت کې د امنیت ضد پېښو کې ۴۴۳ تنه وژل او ټپيان شوي

د سولې له ناڅرګند برخلیک سره همهاله په را روان پسرلي کې د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د روان زیږدیز کال په دویمې میاشت کې د امنیت ضد پېښو کې ۴۴۳ مُلکي او پوځي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طلوع نیوز د موندنو پر بنسټ په فبروري مېاشت کې ۱۶۰ امنیت ضد پېښې چې د نښلوونکو ماینونو چاودنې، د سړک غاړې ماینونو چاودنې، موخه ییز بریدونه او د طالبانو ډله ییزي بریدونه په کې شاملېږي په هېواد کې ثبت شوي دي.
 
په دې پېښو کې ۲۷۰ کسان وژل شوي او ۱۷۳تنه نور ټپیان شوي دي.  د طلوع نیوز معلومات ښیې چې د فبرورۍ میاشتې مرګ ژوبله د جنورۍ میاشتې په پرتله کم وو. 

د طلوع نیو د شمېرو له مخې د فبروري میاشتې له پېله تر پایه د پلازمېنې په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنیت ضد ۶۶۶ پېښې شوي دي. طلوع نیوز په دې رپوټ کې یوازې هغه پېښې را اخیستې دي چې د خپلواکو سرچینو له لوري تایید شوې دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالقهار مجیدي وايي:«له بدغه مرغه اړوندې استخباراتي او امنیتي بنسټونه هېڅ متوجه نه دي.»

د کندهار اوسېدونکی ناصر هم زیاتوي:«له طالبانو هم غواړو چې خپل ورور ونه وژني او له دولت څخه هم غواړو چې خپل ورور ونه وژني.»
                     
د کابل اوسېدونکی حبیب الحق وویل:«همدغو جګړو خلک ډېر جګنر خونه کړي دي که چېرې دوی په خپل منځ کې هوکړه وکړي ډېره ښه کېږي.»

د طلوع نیوز د شمېرو له مخې په فبروري میاشت کې په امنیت ضد پېښو کې ۲۷۰ پوځيان او ملکیان وژل شوي دي او ۱۷۳ تنه نور ټپيان شوي دي، په داسې حال کې چې په جنوري میاشت کې ۲۷۱ تنه وژل شوي وو او ۳۴۷ تنه نور ټپیان شوي وو.
  
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ وویل:«زموږ تمه دا ده چې ژر تر ژره لومړنی ګام چې پورته کېږي، د تاوتریخوالي کموالی، د جګړې پای او د سراسري اوربند ټینګښت دی.»
   
پخوانی پوځي اسدالله ندیم هم وايي:«تر هغې چې د تاوتریخوالي عامل لوری مجازات او نه رټل شي او په نړیواله کچه ونه غندل شي دا تاوتریخوالی به دوام پید اکړي.» 

په روان زیږدیز کال کې د امنیت ضد ډېری پېښې د هېواد په لویو ښارونو په تېره بیا کابل، ننګرهار، کندهار او فاریاب کې  د مقناطیسي ماینونو د چاودنو او هدفي ترورونو له امله وې.
 
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي په دې هکله وايي:«د دغه تاوتریخوالي او د خلکو د وژلو له دوام سره، طالب باید دا تمه له لاسه ورکړي. نه یوازې امریکا بلکې د نړۍ هېوادونه پر طالبانو فشار زیات کړي چې تاوتریخوالی کم کړي.»

که څه هم په لږ تر لږه تېرو دوو اوونیو کې د مقناطیسي ماینونو د چاودنو او هدفي وژنو لږ خبرونه خپرېږي.

خو رپوټونه وایي چې د پسرلي په رارسېدو سره؛ د هېواد په څو ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو د جګړو د پېلېدو خبر ورکړل شوی دی.

د طلوع نیوز د مندنو پر بنسټ په فبروري مېاشت کې ۱۶۰ امنیت ضد پېښې چې د نښلوونکو ماینونو چاودنې، د سړک غاړې ماینونو چاودنې، موخه ییز بریدونه او د طالبانو ډله ییزي بریدونه په کې شاملېږي په هېواد کې ثبت شوي دي.

شریک یي کړئ