Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ارغندې د اوسېدونکو ادعا؛ دولتي ځواکونو درې تنه مُلکیان وژلي

کابل کې د پغمان ولسوالۍ د ارغندې سیمې ځينې اوسېدونکي ادعا کوي چې تېره شپه په دې سیمه کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دوی نن د کابل - میدان ښار د لارې په بندولو سره له حکومت څخه د پېښې د څرنګوالي په اړه د څېړنې غوښتنه کوي.

د پغمان ولسوال وايي چې د حکومتي ځواکونو یوه ډله چې له کابله ارغندي ته تللي له ځایي چارواکو سره له همغږۍ پرته يې دغه عملیات تر سره کړي دي.

د پغمان ولسوالۍ د ارغندې سیمې دغه اوسېدونکي د کابل - میدان ښار د لویې لارې په یوې برخه کې په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو د جسدونو په اېښودلو سره د دې پېښې د څرنګوالي د څېړلو غوښتنه کوي.

دوی وایي چې وژل شوي کسان درې هټۍوال او کاګر وروڼه وو او د یکشنبې پر شپه په خپلو کورونو کې د دولتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

د وژل شويو کسانو له خپلوانو زیارت‌ګل وايي:«خواران یي لومړی په برچه او وروسته په مرمۍ ویشتي وو او هغوی یې د کور په یوې کوټه کې اچولي وو.»

د وژل شويو کسانو یو بل خپل هم زیاتوي:«زموږ عرض ونه رسوي، موږ سبا، یا بل سبا، د جمعې او پنجشنبې په ورځو بیا همدارنګه د کندهار لار بندوو.»

بل خوا د پغمان ولسوال پر هغه څه چې په دغو عملیاتو کې یې له ځایي چارواکو سره نه همغږي ګڼي؛ نیوکه کوي او د دې پېښې د قربانیانو د خپلوانو غوښتنې ته پر پاملرنې ټینګار کوي.
 
د پغمان ولسوال محمد نعیم ابراهیمي څرګندوي:«ان شاالله دا پېښه تعقیب وو. سهار والي صاحب هم له دغو وروڼو سره ژمنه وکړه چې ورسره ویني.»

هېڅ یوه امنیتي اداره حاضره نه شوه چې د دې پېښې په تړاو جزیات ورکړي.

شریک یي کړئ