Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د تاوتریخوالي د دوام په اړه د تاجیکي چارواکو اندېښنې

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د جګړې دوام د سیمې هېوادونو د سولې او ثبات لپاره د اندېښمې وړ بولي. 

نوموړي د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې له یو لوړپوړي پلاوي سره په لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د خپل هېواد د ملاتړ ژمنه کوي.

له دې سره جوخت د هېواد د ولسي جرګې رییس له افغانسان څخه د بهرنیو ځواکونو غیر مسوولانه وتل د کورنۍ جګړې د پیل په معنی ګڼي.

د ولسي جرګې پلاوي تاجیکستان ته د خپل سفر پر درېیمه ورځ له ولسمشر امام علي رحمان د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرین او دغه راز د تاجیکستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له رییسانو سره وکتل.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي او په افغانستان کې سوله او ټیکاو د سیمې په ګټه ګڼي.
   
د تاجیسکتان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین وايي:«د دې غوښتونکي یوو چې زمو په ورور هېواد افغانستان کې سوله امنیت او ارامي راشي. ځکه چې زموږ د ورور هېواد امنیت د منځنۍ اسیا د ټولو هېوادونو په امنیت پورې تړاو لري.»

په دې غونډه کې د ولسي جرګې رییس په داسې حال کې چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د تاجیکستان د همکاریو غوښتنه وکړه، له افغانستانه یې د بهرنیو ځواکونو مسوولانه وتل په سیمه کې د ټیکاو په ګټه وبلل.
 
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني څرګندوي:«د افغانستان د جکړې پای او سوله سیمه ییزو همکاریو ته اړتیا لري. په هغه صورت کې چې د افغانستان ګاونډیان په مستقیمه توګه د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې هر ډول هوکړه لیک ضمانت کې مداخله ونه کړي، سوله به ټینګه نه شي.»

د تاجیکستان له ولسمشر سره د ولسي جرګې د رییس دویمه کتنه د تړلو دروازو تر شا څه باندې یو ساعت وځېده.

په داسې حال کې چې ځينو هېوادونو به تېره بیا د تاجیکستان سټراټېژیکې متحدې روسیې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د احتمالي انتقالي حکومت د جوړېدو خبره کړې ده. خو د ولسي جرګې رییس وایي چې د تاجیسکتان چارواکو له ده سره په دې تړاو خبرې نه دي کړي.
 
ښاغلی رحماني زیاتوي:«د افغانستان د سولې په هکله او د افغانستان د کډوالو په هکله او د افغانستان د سوداګرۍ په هکله خبرې وشوې.»

تاجیکستان د افغانستان یو له هغو ګاونډیو هېوادونو دی چې څه باندې ۱۳۰۰ کیلومټره ګډه پوله لري. دغه هېواد په ځلونو د افغانستان په شمال کې د ترهګریزو فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

میر رحمان رحماني ویلي د تاجیکستان ولسمشر د افغانستان سره د دغه هیواد د پولې په اوږدو کې د جګړو د زیاتیدو په تړاو سختته اندیښنه لري.

شریک یي کړئ