د هرات ـ اسلام کلا پر لویې لارې د چاودنې په ترڅ کې د پوله ساتو ځواکونو دوو غړو ژوند بایلود او څلور نور ټپيان شول.
د هرات والي، سید وحید قتالي څرګندوي چې پېښه تېره ورځ(دوشنبې د کب په ۱۱ مه ڼېټه) په داسې حال کې شوې چې په موټر سایکل کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د پوله ساتو ځواکونو موټر ته نېږدې چاودنه کړې ده.
تر اوسه د طالبانو په ګدون کومې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د هرات ـ اسلام کلا پر لویې لارې په تېرو اوونیو کې د امنیت ضد پېښې زیاتې شوې دي.
کابو دوې اوونۍ مخکې پر دې لارې د ماین چاودنې له کبله دوو پولیسو سرتېرو ژوند بایلود.