د غور ولایت سلګونو اوسېدونکو د درېیو ورځو راهیسې دغه ولایت کې د نا امنیو زیاتوالي او د لویو لارو او ولسوالیو لارو تړل کېدو په تړلو سره په اعتراض لاس پورې کړی دی.
اعتراض کوونکو د غور ولایت مقام مخې ته د تحصن خیمې وهلو ته د والي او امنیتي مسوولینو د ګوښه کولو غوښتنه کوي.
دوی وايي د چارواکو د بې پروایۍ له کبله طالبان د ښار دروازو ته رسېدلي دي.
د غور اوسېدونکی، عبدالله څرګندوي:«له هغې ورځې چې والی صاحب مقرر شوی دی، اختلافونه زیات شوي دي.بل دا چې طالبان د غور دروازو ته رارسېدلي دي. او لارې تړلې دي.»
بل اوسېدونکی، عبدالقیوم زیاتوي:«موږ له مرکزي حکومته غواړو چې والي ګوښه کړي، والي مدیریت نلري او امنیت نشي تامینولی.»
قیامالدین څرګندوي:«نا امنۍ زیاتې شوې دي او د غور- هرات او غور- بامیان تر دایکندي لارې تړلې دي. سلګونه موټره درېدلي دي د نا امنیو له کبله.»
د غور ولایت استازي وايي چې د اوو ولسوالیو لارې او لویې لارې د طالبانو لخوا تړل شوې دي.
ولسي جرګه کې د غور ولایت استازی، ظاهر تمیم څرګندوي:«زموږ غوښتنه له مرکزي حکومته دا ده چې والي ګوښه کړي، او مناسب کس چې پروګران ولري غور ته ولیږي څو امنیتي، اقتصادي او ټولنیز حالت سم شي.»
غور کې مدني فعال، حسن حکیمي زیاتوي:«هیله ده چې ولسمشر زموږ غږ واوري او پام وکړي، غور کې حالت د اندېښندې وړ دی، لامل یې د سیمه ییزې ادارې او خلکو ترمنځ نه همغږي ده.»
خو د خور والي تورونه ردوي او دغه اعتراض کوونکي له طالبانو سره په هملاسۍ تورنوي.
د غ ور والي، نورمحمدکوهنور وايي:«لاعتراضونو کې د افغانستان د یو شمېر دښمنانو لاس دی، داسې کسان دي په کې چې موږ یې د ګټو مانع یوو، په راتلونکې کې به یې اعلان کړو که اړتیا وه، داسې کسان چې د غور مرکز کې دي او له دولتي امکاناتو کار اخلي او ترې ناسمه ګټنه کوي.»
په همدې حال کې اعتراض کوونکي د دوی غوښتنو ته د نه پام په صورت کې د دغه بهیر د دوام ګوښ کوي.