Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې: خلیل زاد له سیاستوالو سره «د ګډ حکومت طرحه» شریکه کړې

سرچینې وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په لړ کې د ولسمشرغني په ګډون د هېواد له سیاستوالو او طالبانو سره د یو ګډ حکومت پر طرحې خبرې اترې کړې دي.

حامد کرزي او عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینې وايي چې خلیل زاد له سیاستوالو سره د ګډ حکومت یوه طرحه شریکه کړې ده او ویلي یې دي چې د دغې طرحې په هکله خپل نظرونه له ده سره ژر تر ژره شریک کړي.

دا سرچېنې زیاتوي چې زلمي خلیل زاد له اغېزناکو سیاسي څېرو سره د دوشنبې او سه شنبې ورځې په کتنو کې ویلي دي چې په دوحه کې به د سولې بهیر څنډې ته شي او ډېر پام به د طالبانو په ګډون د یوه ګډ حکومت د جوړېدو په تړاو د یوې ملي او نړیوالې غونډې پر جوړېدو راټول شي.
               
حامد کرزي ته نږدی کس شهزاده مسعود وايي:«د بن په څېر به یو ستر او نړیوال کنفرانس جوړ شي چې د طالبانو او جمهوریت لوري د مشرتابه په کچه په هغه کې به ګډون وکړي او ورته مهال به د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه یوې سیاسي هوکړې ته به ورسېږي چې سیاسي مشروعیت له نړیوالې ټولنې واخلي او ملی مشروعیت د لویې دودیزې جرګې له لارې.»

عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینې زیاتوي چې ښاغلي خلیل زاد د هېواد له سیاستوالو غوښتي دي چې د مشارکتي حکومت د جوړېدو د طرحې په تړاو خپل نظرونه ډېر ژر وروستی او له واشنګټن سره شریک کړي.

خو بنسټیزه پوښتنه دا ده چې له ګډ حکومت وروسته به راتلونکي نظام څه ډول وي؟

د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه شورا غړی سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«مشارکتي حکومت د ښاغلي کرزي د پېر په څېر دی چې ډېر په درد نه خوري خو له دغه وضعیت څخه ښه دی او یو امتیاز لري چې جګړه ختمه شي، خو خدای دې وکړي چې دا غوراوی موقتي وي او په افغانستان کې د یوه طرحې لپاره جدي فکر وشي او زمینه برابره شي.»

تمه کېږي چې خلیل زاد په کابل کې په دې تړاو خپلو سلا مشورو ته د چهارشنبې تر ورځې دوام ورکړي.
                 
پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا وویل:«د مشارکتي حکومت په هکله پرېږدی چې افغانان پرېکړه وکړي دا ډول حکومت باید د افغانانو په خوښه وي نه دا چې د امریکایانو په غوښتنه جوړ شي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ نه غواړي چې په دې تړاو غبرګون وښيي؛ خو ولسمشر غني تر دې وړاندې خبرداری ورکړی دی تر هغې چې ژوندی وي طالبان به لنډمهالي حکومت ونه ګوري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه