Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اندرابي: حکومت جګړه نه ده اعلان کړې او پر سولې باور لري

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي چې حکومت کومه جګړه نه ده اعلان کړې او له طالبانو سره د سولې بهیر پر دوام باوري دی.

ښاغلی اندرابي وايي که چېرې په پسرلي کې جګړه ونښلي دا به د طالبانو په انتخاب وي.

د کورنیو چارو وزیر په تېر یوه کال کې د دغه وزارت د ترسره کړو چارو په یادونې سره په هېواد کې له ګواښونو سره د مقابلې لپاره  دولتي ځواکونو د چمتوالي خبره کوي.

ښاغلي اندرابي زیاته کړه:«افغان دولت د هغه کال لپاره چې په حمل کې پيلېږي، د هېڅ ډول جنګي عملیاتو اعلان یې نه دی کړی. موږ دې ته ژمن یوو او لا هم په همدې فکر یوو چې د سولې او مذاکرې باب باید دوام پيدا کړي.»

بل خوا د کورنیو چارو وزیر د میدان وردګو د بهسود د یوې میاشتې وړاندې پېښې د څېړلو پر دوام په ټینګار سره وایي چې علي پور په کورنیو چارو وزارت او دغه راز د ملي امنیت په عمومي ریاست کې دوسیه لري.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي په دې هکله زیاته کړه:«لازمه ده چې دوی یا وکیل ونیسي او یا هم په خپله راشي او خپلو دوسیو ته ځواب ووایي. علي پور او کسانو یې په امنیتي او دفاعي ځواکونو ډزې کړې دي او هغوی استفاده کوونکي وو دا چې ګواکې په لاریون کې مُلکي کسان وژل شوي دي.» 

په داسې حال کې چې په ځینو نا امنو ولایتونو کې د پسرلي په رارسېدو سره د احتمالي تاوتریخوالي د زیاتېدو په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند انعام‌ الدین رحماني څرګندوي:«د پسرلنیو عملیاتو په هکله پلانونه شته چې امنیتي ځواکونه وکړای شي په نږدې راتلوونکې کې په ګډه په هغو سیمو او ځایونو کې چې زیانمني یې زیاته ده تر سره شي.»

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي هم زیاتوي:«له مرکزي حکومته تمه لرو چې د لویو لارو او د ولسوالیو لارو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»

د کورنیو چارو د وزیر په وینا په وروستي یوه کال کې په هېواد کې څه باندې ۱۶ زره او ۲۰۰ جنایي پېښې ثبت شوې دي او له دې منځه څه باندې ۱۳ زره پېښې څېړل شوې دي.

د دغو جرمي قضیو په تړاو تر ۲۱ زرو او ۳۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي .
 
په ځینو نا امنو ولایتونو کې د پسرلي په رارسېدو سره د احتمالي تاوتریخوالي د زیاتېدو په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه