Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د کمانډو پوځي عملیات؛ ۳۴ تنه د طالبانو له بنده ازاد شول

د هېواد دفاع وزارت د هرات ولایت ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو له بنده د ملکي کسانو او افغان پوځیانو په ګډون د ۳۴ تنو له ازادولو خبر ورکوي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې نن(چهارشنبې د کب په ۱۳مه نېټه) راغلي چې کمانډو ځواکونو تېره شپه دغه عملیات ترسره کړي او د طالبانو یو زندان یې مات کړی دی.

د خبرپاڼې کې راغلي چې په دغو کسانو کې«۱۱ سرتېري، ۷ پولیس، ۳ هوايي ځواکونه، ۵ تنه د ملي پروژو کارکوونکي، ۷ دولتي کارکوونکي  او ۱ تن هم د سیمه ییزو پولیسو غړی» شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې پوځي عملیاتو کې د طالبانو زندان له منځه تللی دی.

د هرات والي، وحید قتالي څرګندوي:«دا زندان د ادرسکن ولسوالۍ کروچه کلي کې و. د دغو هېوادوالو د ازادولو عملیات د شپې یوولس بجې پیل شول او تر سهاره یې دوام درلود.»

نوموړی زیاتوي:«دغو عملیاتو کې لس طالب وسله وال وژل شوي دي او افغان ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.»

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دفاع وزارت وايي دا پوځي عملیات تېره شپه د هرات ولایت ادرسکن ولسوالۍ کې په لاره اچول شوي دي

شریک یي کړئ