د نشه يې توکو پروړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د چرس او کوکنارو د کرلو تر څنګ د بنګ دانو او خشخاشو د پېر او پلور د بندولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.
د دغه مرکز کې چارواکي وايي چرس او کوکنار له نشه يې توکو سره د مبارزي په نوملړ شامل دي.
د عامه پوهاوي لپاره د دې مرکز په خپرو شویو پاڼو کې هغو کسانو ته چې ددې نشه يي توکو کاروبار کوي خبرداری ور کړل شوی چې په لس کلن بند به محکوم شي.
د بنګ د دانو او کوکنارو د پېر او پلور او ساتنې د مخنیوي کمپاین د سه شنبې ورځې(د کب په ۱۲مه نېټه) پر سهار له دې ځایه یانې د کابل له منډه يي پېل شو.
له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز کارکوونکي له هر هغه هټیوال سره چې دا دانې پلوري خبرې کوي څو هغوی د خپل کرم د جرم له بلل کېدو خبر کړي.
هټۍوال، مختار وايي:«له ولایتونو یې له موټرو سره دلته راوړي. موږ یې دلته د کوترو او زرکو دانې په توګه یې راوړو.»
بل هټۍوال، ضیاءالدین زیاتوي:«وايي د چرګو لپاره ښه دي، ګرم دي او ښې هګۍ ورکوي.»
همداراز بل هټۍوال، زړګی هم بیانوي:«دا چې وروسته له دې جرم بلل شوي، هڅه کوو چې نور یې ونه پلورو.»
له نشه یي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز مسوولان وایي چې دا کمپاین به په کابل کې درې ورځې روانې وي او وروسته به نورو ولایتونو ته پراخ شي.
له نشه یي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند، احمد خالد موحد څرګندوي:«د نشه یي توکو قاچاق لپاره له بېلابېلو لارو کار اخیستل کیږي او دا بذر په ازاده توګه مارکیټ کې پلورل کیږي، ټولوو یې، پرته له شکه چې مستقیمه اغېزه د نشه يي توکو پر کښت او فعالیتونو لري.»
له نشه یي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د مسوولانو په وینا په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د بنګ د دانو او کوکنارو قاچاق مخ پر زیاتېدو و.
داسې چې په دیارلس سوو اوه نوي یم لمریز کال کې له نشه یي توکو سره د مبارزې د پولیسو له لوري څه باندې پنځه څلویښت ټنه د بنګ دانې او کوکنار ضبط شوي دي، خو په دیارلس سوو اته نوي یم کال کې ددغو ځواکونو له لوري د نږدې دوه سوه ټنه د بنګ دانې او کوکنار ضبط شوي دي.