Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان په هکله د نړیوالې غونډې ترسراوي لپاره د امریکا وړاندیز

د امریکا متحده ایالات د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو سازمان په کوربتوب د یوې نړیوالې غونډې د جوړې په هکله خبر ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، نن چهارشنبې (د کب په ۱۴مه) طلوع نیوز ته وویل چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان مشرانو او اغېزناکو سیاسي څېرو سره په لیدنه کې، د راتلوونکي سیاسي نظام جوړښت ته د لېږد لپاره د انتقالي پېر رامنځته کېدل، د راتلوونکي نظام د اصولو مشخص کېدل او د ملګرو ملتونو سازمان په کوربتوب د نړیوالې غونډې جوړېدل وړاندیز کړي دي.

د دغو وړاندیزونو پر بنسټ، په لومړي سر کې به د سیاسي مشرانو یوه غونډه جوړه شي، وروسته به د راتلوونکي سیاسي نظام د جوړښت په هکله هوکړه وشي او په پای کې به د ملګرو ملتونو سازمان په کوربتوب به یوه ستره نړیواله غونډه جوړه شي.

د دغه چارواکي په وینا، د ملګرو ملتونو سازمان د ونډې د ډاګیزه کېدو لپاره، د افغانستان د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان یوه ځانګړی استازي ګومارلو ته اړتیا لیدل کېږي.

دغه امریکایی چارواکی زیاتوي چې خلیل زاد به سبا دوحې ته ولاړ شي او دا وړاندیزونه به طالبانو ته هم وړاندې کړي چې ولیدل شي چې د دغې ډلې غبرګون څه دی؟

له سیاسي څېرو سره د خلیل زاد لیدنه

تېره ورځ سرچینو وویل چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په لړ کې د ولسمشرغني په ګډون د هېواد له سیاستوالو او طالبانو سره د یو ګډ حکومت پر طرحې خبرې اترې کړې دي.

حامد کرزي او عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینې وايي چې خلیل زاد له سیاستوالو سره د ګډ حکومت یوه طرحه شریکه کړې ده او ویلي یې دي چې د دغې طرحې په هکله خپل نظرونه له ده سره ژر تر ژره شریک کړي.  

دا سرچېنې زیاتوي چې زلمي خلیل زاد له اغېزناکو سیاسي څېرو سره د دوشنبې او سه شنبې ورځې په کتنو کې ویلي دي چې په دوحه کې به د سولې بهیر څنډې ته شي او ډېر پام به د طالبانو په ګډون د یوه ګډ حکومت د جوړېدو په تړاو د یوې ملي او نړیوالې غونډې پر جوړېدو راټول شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ نه غواړي چې په دې تړاو غبرګون وښيي؛ خو ولسمشر غني تر دې وړاندې خبرداری ورکړی دی تر هغې چې ژوندی وي طالبان به لنډمهالي حکومت ونه ګوري.

چې زلمي خلیل زاد له اغېزناکو سیاسي څېرو سره د دوشنبې او سه شنبې ورځې په کتنو کې ویلي دي چې په دوحه کې به د سولې بهیر څنډې ته شي او ډېر پام به د طالبانو په ګډون د یوه ګډ حکومت د جوړېدو په تړاو د یوې ملي او نړیوالې غونډې پر جوړېدو راټول شي.

شریک یي کړئ