Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محب: طالبان د سولې پر ځای تر ډېره په جګړه بوخت دي

د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د انتقالي پېر د رامنځته کېدو په هکله د بحثونو له تودېدو سره هم مهاله، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ټينګار کوي چې پر بدیلو لارو چارو سلامشورې روانې دي.

ښاغلي محب چې نن چهارشنبې په کابل کې د امنیتي ځواکونو د نندارتون په وروستۍ ورځ وینا کوله، وویل هره طرحه چې د سولې لپاره وړاندې کېږي باید د واقعي سولې ضمانت وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې په دې برخه کې باید نړیواله ټولنه او طالبان ضمانت ورکړي:«د بېلابېلو بدیلونو په هکله پر بحث بوخت یوو، خو مهمه موضوع دا ده چې طالبان پر سولې نه بلکې پر جګړې بوخت دي.»

هغه زیاته کړه:«نړیواله ټولنه او طالبان باید مخکې له مخکې افغانستان او د افغانستان خلکو ته دا ضمانت ورکړي.»

د ښاغلي محب دغه څرګندونې د افغانستان د ځینو سیاستوالو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو څرګندونو په غبرګون کې دي چې په افغانستان کې د انتقالي حکومت د رامنځته کېدو په هکله شوې وې.

له دې سره سم، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي چې په نننیو مراسمو کې یې وینا کوله، ټینګار وکړ چې د سولې بهیر د نه پرمختګ په صورت کې، دولتي ځواکونه جګړې ته چمتو دي:«که چېرې د جګړې لار یې غوره کړه - تاسو ولیده چې امنیتي ځواکونه مو پر کومو پرمخ تللو تجهیزاتو سمبال دي - چې ان شاالله له هغو سره به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.» 

د ځانګړو ځواکونو افسر امین اغا چې له ۱۲ کلونو راهیسې په بيلابيلو جنګي کرښو کې مبارزه کړې هیله من دی چې، په هېواد کې سوله ټینګه شي.

هغه وايي:«ځانګړي ځواکونه له بشپړ ځواک سره چمتووالی لري چې د هېواد د دښمنانو په وړاندې ودرېږي.»

د هېواد د دولتي ځواکونو د دې نندارتون ډېری ګډونوال په هېواد کې د جګړې د پای او سولې ټينګښت په تمه دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالمالک کوهستانی څرګندوي:«طالبان نه یوه سیاسي ډله ده او نه هم مذهبي.»

په داسې حال کې چې، له کړکېچ ډک ۱۳۹۹ کال مخ په پای ته رسېدو دی، حکومت وايي چې دولتي ځواکونو په دې کال کې د طالبانو پر وړاندې نږدې ۲ زره عملیاته له دې امله نه دي کړي چې، د دغې ډلې غړو د خلکو له کورونو د ډال په توګه کار اخیسته.

بلخوا د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي چې په نننیو مراسمو کې یې وینا کوله، ټینګار وکړ چې د سولې بهیر د نه پرمختګ په صورت کې، دولتي ځواکونه جګړې ته چمتو دي.

شریک یي کړئ