Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې پر یوه "سیمه ییز زورواکي" د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پای

د هرات ولایت سیمه ییز مسوولین وايي هرات کې د سیمه ییز زورواکي، حبیب الله غوریاني نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات پایته رسېدلي، خو نوموړی تښتېدلی دی.

د هرات والي، سید وحید قتالي وايي د حبیب الله غوریاني نیولو لپاره د افغان ځواکونو هڅې روانې دي.

د هرات والي په خبره امنیتي ځواکونو په حبیب الله غوریاني پورې اړوند ۲۰ تنه غیر مسوول وسله وال نیولي دي.

که څه هم له افغان ځواکونو سره نښته کې د دوو غیرې مسوولو وسله والو له وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی، خو ښاغلی قتالي وايي دغه نښته کې دوه تنه وژل شوي دي.

په همدې حال کې د هرات عامې روغتیا ریاست وايي د افغان ځواکونو او حبیب الله غوریاني وسله والو ترمنځ نښته کې ۳۹ تنه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند، محمدرفیق شېرزی څرګندوي چې ټپیانو کې پنځه پوځیان، درې ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

د حبیب الله غوریاني نیولو لپآره تېره ورځ د افغان ځواکونو پوځي عملیات پیل شول چې د شپې تر نیمايي یې دوام وکړ.

د هرات سیمه ییز مسوولین وايي چې غوریاني په وژنې، غړو او زورواکۍ تورن دی.

د دوی په خبره چې محکمې څو میاشتې مخکې د غوریاني د نیولو امر کړی دی، خو هغه محکمې ته نه دی حاضر شوی.

سید وحید قتالي وايي د حبیب الله غوریاني نیولو لپاره تېره ورځ په داسې حال کې پوځي عملیات پیل شول چې پر هغه اړوندو وسله والو پر پوځیانو او ښځو برید وکړ او هغوی یې ووهل.

په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي وايي چې د غوریاني کسانو او افغان پوځیانو ترمنځ نښته کې ملکي کسان ټپيان شوي دي.

د دوی په خبره نښتو کې لسګونه کورنه سیمه کې زیانمن شوي دي.

د هرات والي، سید وحید قتالي وايي د حبیب الله غوریاني نیولو لپاره د افغان ځواکونو هڅې روانې دي

شریک یي کړئ