Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد سویل کې د پوځ ځوان قومندان له طالبانو سره له مقابلې وايي

د هېواد سویل کې د پوځ تر ټولو ځوان قومندان، جرنال سمیع سادات د جګړې تازه فصل پیل په درشل کې له طالبانو سره له مقابلې او هلمند کې له اصلاحاتو وايي.

هلمند کې د ۲۰۱۵ میوند قول اردو قومندان، ښاغلی سادات وايي که څه هم چې دغه ولایت د طالبانو او القاعدې تر ټولو لوی مرکز بللی کیږي، خو که د سولې خبرې پایله ونلري او تاوتریخوالی کم نشي، نو د هغه تر امر لاندې پوځ له طالبانو او القاعدې سره جګړې ته چمتووالی لري.

هغه څرګندوي:«اراضي خو زموږ څخه نه تښتي عاراضي خو موږ بیرته نیسو، خو طالبانو خپل جنګي ترین قوماندانان د لاسه ورکړه هغه بیا دوی بیرته لاسته نشي راوړلای نو اوس د جګړې په ډګر وضیعت زموږ په ګټه کي دی، زموږ لاس لوړ دی او زموږ کارونه ډېر سم روان دي د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله صفر ته راکښته شوې ده او د طالبانو مرګ ژوبله ډېره لوړه تللي ده.»

پنځه دېرش کلن سمیع سادات په پولنډ، آلمان او بریتانیا کي نظامي زده کړې کړې دي او په اداره او مدیریت کي ماسټري لري.

جنرال سادات پخ دې باور دی چې هلمند په نظامي لحاظ د حکومت او طالبانو لپاره ډېر مهم دی. نوموړی د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو پیچلی وضیعت، د پاکستان او ایران هېوادونو سره پولې او د القاعده شبکې فعالیتونه په سویل کې لويې ننګونې بولي.

د ښاغلي سادات په وینا:«په هلمند کې ډېر ټرینینګ ځایونه القاعدې جوړ کړي دي د طالبانو لپاره یعنې د طالبانو او القاعدې همکاري د هلمند په ولایت کي متاسفانه ډېره ډېره شوې ده په تېر یوه کال کې.»

د سرتېرو د رخصتیو په برخه ستونزې، فساد، ناسم مدریت او لیرو سیمو ته اکمالات نه کیږل هغه ستونزې وې چې د کلنو راپدیخوا يې په میوند قول اردو کې شتون درلود.

د ملي اردو افسر، عزت الله موسی زی څرګندوي:«د قوماندان صاحب تر راتګ وروسته دلته په قول اردو کې په تېرو دوه نیمو میاشتو ډېرې ښې لاسته راوړنې لري په هلمند کې او په ډېروعملیاتونو کې په خپله ګډون کوي.»

 د ملي اردو بل افسر، محمد یحیی زیاتوي:«‎په دومره وخت کې چې دندې يې تر سره کړې دي دښمن ته يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی او انشاالله تردې وروسته به هم ښه وځلیږي.»

که څه هم په دې ورځو کې د هلمند امنیتي وضیعت ارام لیدل کیږي، خو داسې معلومیږي چې دغه ځواکونه به په ډېر احتمال سره د هلمند په بیلا بیلو سیمو کې د خونړي پسرلي لپاره چمتوالی نیسي.

شریک یي کړئ