د حزب اسلامي د مشر، ګلبدین حکمتیار پلویانو نن(جمعه د کب په ۱۵مه نېټه) کابل کې لاریون وکړ.
ښاغلي حکمتیار تېره ورځ یوې خبري ناسته کې حکومت ته لس ورځې وخت ورکړ، څو د دوی غوښتنې چې یوه یې د هدفي وژنو مخنیوی دی ومني.
حکمتیار ویلي و حکومت ته به لس ورځې وخت ورکړی ، چې د دوی غوښتنې ومني او له حکومته غواړي چې سولې سره دې مخالفت نه کوي، د دوحې هوکړې ته دې درناوی وکړي، نوي حکومت ته د واک پر لېږد دې سلا شي، د ملیشو جوړول دې بس کړي او حزب اسلامي سره لاسلیک کړی هوکړه لیک دې عملي کړي.
هغه خبرداری ورکړ که چېرې حکومت دوحې هوکړې ته د درناوي او نوي حکومت ته د واک د لیږد په ګډون د دغه ګوند نورو غوښتنو ته پام ونه کړي، نو پراخو لاریونونو ته به مخه کړي.
حکمتیار وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په انلاین ډول خبرې کړي او خلیلزاد ورته ویلي چې، د دوحې خبرې ناکامه شوې دي.
له دې سره سم، د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان په جګړه کې ورته دا ثابته شوې چې، د نظامي لاسوهنې پر تله سیاسي هلې ځلې ډېرې مهمې دي.
له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د امریکا نوی حکومت د دوحې هوکړې پر ارزونې بوخت دی.
په دې اړه مو اندونه