Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا د زړه ورو ښځو جایزه ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته ډالۍ کوي

ټاکل شوې امریکا متحده ایالات د زړه ورو ښځو افتخاري جایزه په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې اوو وژل شویو افغان مېرمنو ته ډالۍ کړي.

دا ښځې افغانستان کې خلکو ته د خدمت لپاره د خپل کار پرمهال په هدفي بریدونو کې وژل شوې دي چې په کې  د انعکاس تلویزیون وژل شوې خبریاله ملاله میوند، وژل شوې مدني فعاله فرشته کوهستانۍ، کندهار کې د ښځینه زندان وژل شوې ساتونکې فرشته، د ملي امنیت ادارې د جنډر مشره جنراله شرمیلا فروغ، په غزني کې د پولیسو وژل شوې افسره فاطمه رجبي، د افغانستان بشري حقوقو خپلواک کمیسیون وژل شوې کارکوونکې فاطمې نتاشا خلیل او لرې پرتو سیمو ته مرسته رسوونکې مریم نورزاد شاملې دي.

دا ښځې په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د هدفي بریدونو پرمهال وژل شوې دي.

د افغانو ښځو ترڅنګ ټاکل شوې ده له بلاروس، میانمار، کامِرون، چین، کولمبیا، د کانګو دموکرات جمهوریت، ګواتیمالا، ایران، نیپال، سومالیا، اسپانیا، سري‌لانکا، ترکیې او وینزویلا هم ۱۴ ښځې د زړه ورو ښځو جایز ترلاسه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله به د جایزو د ورکړې مراسم په انلاین ډول ترسره شي.

دا ښځې په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د هدفي بریدونو پرمهال وژل شوې دي

شریک یي کړئ