افغانستان کې د مشارکتي حکومت رامنځته کېدو په تړاو له بحثونو سره خلک د هر ډول هوکړې کېدو سره د جګړې او تاوتریخوالي پر پایته رسولو ټینګار کوي.
دوی وايي چې د سولې هڅو لپاره جګړه ورته د منلو نه ده او د جګړې دواړه لوري باید ژر ترژره تاوتریخوالی کم کړي څو د سولې هوکړه ترلاسه شي.
هېوادوال وايي چې پر طالبانو د نړیوالو فشار او د دوی نرمښته پرته د سولې خبرې بایله نلري.
د کابل اوسېدونکی، اختر سادات څرګندوي:«د یوه کال په ترڅ کې تاوتریخوالی زیات شوی دی او خلک ستړي شوي دي او نا امنۍ، چاودنې او ترورونه ښار کې جریان لري.»
د هلمند ولایت اوسېدونکی، عبدالحق ځواکمن زیاتوي:«ژر دې سوله وکړي، سوله د حل لار ده او بله د حل لار نشته.»
همداراز د بلخ ولایت اوسېدونکی، محمد حسن څرګندوي:«باید افغانستان کې سوله راشي، چې دا یو خطرناک ناورین دی، اوس د جګړې له کبله کور په کور څوک ډوډۍ نلري.»
دا په داسې حال کې ده چې د سولې له خبرو سره هم مهاله افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد د سولې بهیر په اړه له طالب استازو سره د خبرو په موخه دوحې ته تللی دی.
زلمي خلیلزاد د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي له استازو سره په کتنه کې د سولې خبرو پر چټک کېدو او همداراز د ملي او سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو په برخه کې د ملګرو ملتونو پر نقش ټينګار کړی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې، فوزیه کوفي وايي:ناسته کې په دې تړاو چې څه ډول دا بهیر چټک شي او پایله ته ورسیږي خبرې شوې دي، د سیمه ییزې اجما پیاوړې کول او د هغو هېوادونو ښکېلول چې اوس د سولې بهیر ته لېوالتیا لري او ښکېل نه دي، او همداراز د نړیوالې او سیمه ییز اجماع باندې خبرې شوې دي.»
خو ولسمشر غني د د اقتصادي همکاریو یا ایکو سازمان څورلسمې سرمشریزې ته په وینا کې په افغان سولې بهیر کې د پاکستان د رول په تړاو وایي چې د سولې بهیر د ناکامېدو په صورت کې به ډیر زیان پاکستان ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې:«د یوه پراخ اوربند لپاره ډېر ملاتړ ته اړتیا ده، داسې چې په قطر کې مذاکرات چټک کړي. د افغانستان خلک له دوه څلویښتو کلونو راهیسې د سولې له بنسټيزه حقه بې برخې پاتې دی. ددې وخت رارسېدلی دی چې دا تاوتریخوالی چې زموږ هېواد یې په یوه وژنتون بدل کړی دی، پای ته ورسېږي.»
بل خوا د امریکا یو شمېر پخواني چارواکي ټینګار کوي چې واشنګټن باید د دوحې د هوکړه لیک په بیا کتنه کې د یوه پراخ اوربند ټينګښت ته جدي پاملرنه وکړي.
د امریکا لپاره د تازه امنیت غړې، لیزا کورتس څرګندوي:«دا د امریکا په ګټه ده چې د امریکا - طالبانو اوسنی هوکړه لیک وژعوري . د پرمختګ یوه لار داده چې د هوکړه لیک هغې برخې ته چې د پراخ اوربند او سیاسي حل لارې په تړاو ده؛ لومړيتوب ورکړل شي او ورته پاملرنه ډېره شي.»
دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې امریکا متحده ایالتونه د هغه څه له امله چې په افغانستان کې یې د تاوتریخوالي دوام، له القاعدې شبکې سره د طالبانو د اړیکو نه پرې کېدل او واقعي مذاکراتو ته د هغوی نه حاضرېدل وبلل؛ له طالبانو سره د واشنګټن پر هوکړه لیک بیا کتنه کوي.