Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: د ټاکنو له لارې د واک د لېږد اصل د معاملې وړ نه دی

ولسمشر غني د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې درېیم کال د پرانیستې مراسمو کې ټینګار وکړ چې د اساسي قانون له مخې هېواد کې د واک لېږد یوازېنۍ لاره ټاکنې دي او دا اصل د معاملې وړ نه دی.

په داسې حال کې چې ولسمشر غني د امریکا لخوا ځینو افغان سیاستوالو سره د انتقالي حکومت وړاندیز شوې طرحې ته په روښانه توګه اشاره نه کوي، وايي هر بنسټ کولی شي چې خپله خیالي طرحه ولري، خو وروستۍ پرېکړه د افغانستان د خلکو په لاس کې ده.

په اړه یې وړاندې وویل:«زموږ اساسي قانون زموږ وثیقه ده او بلې وثیقې ته اړتیا نلرو، زموږ ملي شورا او ملي بنسټونه به پر خپل ځای وي.»

هغه ټینګار وکړ چې پایدارې سولې ته رسېدل ممکن دي، اما داسې سولې ته رسېدل چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ثبات راوړي، تدبیر غواړي، ژمنه غواړي او فداکاري غواړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:«د ټاکنو له لارې د واک لېږد زموږ لپاره د نه معاملې وړ اصل دی.»

ولسمشر غني وايي افغانستان کې سیاسي واک یوه لار لري چې هغه د خلکو رایه ده:«موږ چمتو یوو چې د  نړیوالې ټولنې تر څار لاندې ازاد او رڼې ټاکنې ترسره کړو. د وخت په تړاو یې هم چمتو یوو چې خبرې وکړو او پایلې ته ورسیږو.»

نوموړي وړاندې وویل:«پایداره سولې ته د رسېدو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یم، خو نشم کولی چې د خلکو پر وړاندې له خپل راکړل شوي مسوولیته اوږې سپکې کړم، د ټاکنو له لارې د واک لیږد زموږ لپاره داسې اصل دی چې پرې معامله نه کوو.»

هغه د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت څېرو څلورو لس ییزو کې بې مخینه بولي، خو زیاتوي چې افغانستان به هغه مهال سولې ته ورسیږي چې د سولې بهیر مالکیت د افغانانو په لاس کې وي.

د ښاغلي غني د وینا یوه برخه کې طالبانو ته پیغام و:«طالبانو ته زما پیغام دا دی، هېڅوک په وېرې او ګواښ د افغانانو غږ نشي ټيټولی، تاسې باید د افغانانو غږ واورئ او دوی له جګړې ستړي دي، تاسې پر خپلو ژمنو ودریږئ او د سولې خبرو کې ژر مثبتې پایلې ته ورسیږئ.»

ولسمشر همداراز وویل چې د هېواد له یوولسو ولایتونو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته به کابل کې ۱۰ زره نمبرې ځمکه وویشل شي.

ولسمشر غني وايي افغانستان کې سیاسي واک یوه لار لري چې هغه د خلکو رایه ده

شریک یي کړئ